په تېرو شلو ورځو کې ترکیې شاوخوا ۳زره افغانان له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې راستولي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت تایید کړې، او ويلي يې دي چې په دې کسانو کې اوه کورنۍ هم شاملې دي. د کډوالو وزارت چارواکو ویلي، چې له دغو رالېږل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې آی او ایم له هر یو سره څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې او نور صحي خدمات هم ورته وړاندې شوي. ترکیه اکثر هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې ډيپورټ کوي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي دي












