چارواکي وايي، چې په تېر کوچني اختر کې د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي ته لس زره کورني سیلانیان ورغلي دي. د دوی په خبره، چې د پخوا په پرتله يې ورتلونکو سیلانیانو ته ډيرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له طبیعي ښکلا لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د منډیر غرونه یې په دنګو نښترونو او دښتې یې په شنو ځنګلونو پوښل شوې دي او پکې مشهور سپین غر هم یادې سیمې ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. په همدې حال کې بیا دې تفریحي سیمې ته یو شمېر ورغلي کسان وايي، چې باید دلته د رغنيزو پروژو د پلې کېدو ترڅنګ سیلانیانو ته امکانات هم برابر شي.












