د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي دي. د خبر پاڼې له مخې لهدې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو د بیارغونې وزارت لخوا پلې شوې او ډېری یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو خبر داسې مهال ورکوي، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لوېدیځه حوزه له وچکالیو کړېږي.












