روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زره او ۴۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته ۳۳ تنه مړه شوي هم دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۴ زره او ۳۰۱ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۷ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۱۰۹ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.











