د جرمني پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د دغه هېواد پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ ۳۱ افغانستان کې پاتې کېږي. جرمني دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېري لري. رویټرز خبري اژانس وايي، افغانستان کې د جرمن ځواکونو د عملیاتو لپاره اوسنۍ پارلماني اجازه د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه ختمېدله، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته وروستۍ نېټه ده. د جرمني پارلمان دې نوي تصویب سره افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه نږدې یوولس میاشتې نور هم پاتې کېدلی شي. وسله وال طالبان د جرمن پارلمان دا پرېکړه د افغان جګړې د اوږدېدو په مانا بولي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ښه دا ده چې د دوحې تړون مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.












