په جوزجان او ننګرهار ولايتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې نهه تنه ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه نن سهار د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي او دويمه پېښه پرون د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې د درېيو مېرمنو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي. ځايي چارواکي وايي، چې د دواړو پېښو ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.











