د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مالیې وزارت هغه اقدام ستایلی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې پخوانی ولسمشر د امریکا د دې اقدام هرکلی کوي او دا چاره به د ملي تجارانو، متشبصینو او خصوصي بانکونو پر وضعیت پام وړ مثبت اغېز وکړي. نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې ډېر ژر د افغانستان اقتصادي وضعیت بېرته عادي حالت ته وګرځي او افغانان له روان بد اقتصادي او بشري وضعیت څخه ووځي. د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی. ددې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي. دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.












