چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حامد کرزی: پاکستان او امریکا په ګډه د شل کلنې خونړۍ جګړې تر شا دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 24, 2021
in افغانستان
0
حامد کرزی: پاکستان او امریکا په ګډه د شل کلنې خونړۍ جګړې تر شا دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې پړه یو ځل بیا پر پاکستان او امریکا اچولې ده. هغه له شپېګل ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د جګړې له دواړو لورو ملاتړ کړی چې په پایله کې یې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي افغانانو ته اوښتې ده. هغه ټینګار کړی چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره باید امریکا او پاکستان په ګډه له صداقت کار واخلي او تر څنګ یې دې طالبان د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې جګړه پای ته ورسوي.

وروسته له هغې چې امریکایي ځواکونو تر جګړې مخکې له افغانستان د سرتېرو ایستل پیل کړل، په اړه یې ډول ډولې تبصرې خپرې شوې دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په همدې لړ کې له شپېګل ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې په اصل کې امریکا او پاکستان دواړه په افغانستان کې د روانې خونړۍ او نیابتي جګړې تر شا دي. د ده په خبره، امریکا پاکستان ته پیسې ورکولې، مرستې یې ورسره کولې، په داسې حال کې چې دغه هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو او طالبانو ستر مالي او نظامي ملاتړی بلل کېږي. د ده په خبره، د امریکا مخکیني ولسمشر پخپله ویلي چې پاکستان ته یې میلیاردونه ډالر ورکړي او دا پیسې یې ټولې په تېرو ۱۹ کلونو کې دغه هېواد ته ورکړې دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې پاکستان په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د جګړې تر شا دی او نن هم همدې چارې ته ادامه ورکوي، خو افغانان بیا هم له دوی د صداقت تمه لري. هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو د سیمې هېوادونه دلته خپلې موخې لري چې پاکستان هم دلته د خپلو ځینو ګټو خوندي کول غواړي. د ده په خبره، پاکستان غواړي د وسله والو ډلو د ملاتړ له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، خو دا چاره یې ناکامه ده او افغانان یې پر وړاندې مقاومت ته ادامه ورکوي. د ده په خبره: «پاکستان هم خپلې ګټې لري. موږ ورسره د ښه ګاونډي په توګه پاتې کېدلی شو، خو دغه هېواد غواړي خپلې موخې د جګړو او بمونو د رالېږلو له لارې ترلاسه کړي، نړیوال باید دې مسئلې ته متوجه وي، خو افغانان به په دې توګه تسلیم نه شي».

پخواني ولسمشر حامد کرزي همدا راز ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد نوم او یا بل اسلامي رنګ ورکول په کار نه دي، ځکه دا د افغانانو پر وړاندې جګړه ده او ددې اړتیا ده چې د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې جګړه ارو مرو پای ته ورسول شي. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او د پردیو د ګټو لپاره دې جګړه نه کوي، بلکې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره دې د سولې لار خپله کړي. د ده په خبره: «د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دلته جګړه جهاد نه دی، بل اسلامي رنګ دې نه ورکول کېږي. دا د پردیو د ګټو لپاره روانه شوې نیابتي جګړه ده. باید پای ته ورسول شي».

ښاغلي کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې دا د افغانانو جګړه نه ده، بلکې د افغانانو پر ضد روانه ده او د سیمې هېوادونه افغانان د یو بل پر ضد استعمالوي. د ده په خبره «دا زموږ جګړه نه ده. بلکې موږ د یو بل پر وړاندې کارول کېږو. دا د پردیو جګړه ده».

پخواني ولسمشر همدا راز په خپلو خبرو کې ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه ده. هغه په مسکو کې د ترویکا وروستۍ غونډې ته په اشارې ویلي چې د سیمې هېوادونه دې له افغانانو سره د روانې جګړې په پای ته رسولو کې رښتینې او هر اړخیزه همکاري وکړي، څو ټولې سیمې ته ثبات راشي او هېوادونه د یو بل پر وړاندې د دسیسو پر ځای سره همکار او ملګري پاتې شي.

Tags: Top
Previous Post

له سبزۍ څخه ډېره ګټه اخیستل هم تاوان لري

Next Post

په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل څه پیغام لري؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟

په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل څه پیغام لري؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوي سفیر سره کتلي دي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوي سفیر سره کتلي دي

سپتمبر 17, 2023
ترکمنستان او افغانستان د لویو پروژو پر تطبیق خبرې کړې دي

ترکمنستان او افغانستان د لویو پروژو پر تطبیق خبرې کړې دي

اپریل 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved