سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

حنظله د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 4, 2020
in پوهنتون
0
حنظله د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حنظله د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ او د دې وزارت د رسمي جواز پر بنسټ، د ۱۳۹۳ کال په مني کې د بادغیس ولایت په مرکز کې د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او ښوونې او روزنې) په درلودو سره فعالیت پيل کړ. د فعالیت يې شپږ کاله کېږي او تر اوسه پورې همدا دوه پوهنځي لري. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس عبدالهادي خلیق وایي، چې حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) او ښوونې او روزنې پوهنځی یې بیا د (دینو علومو، پښتو ادبیاتو، دري ادبیاتو، بیولوژي، ریاضي او فزیک) ډېپارټمنټونه لري.

په حنظله د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د زرو په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې دېرش سلنه یې ښځینه محصلین تشکیلوي. د خلیق په خبره، دا چې دوی په ښوونه او روزنه پوهنځي کې څوارلسم پاس محصلین هم نیسي، نو تر اوسه پورې یې له دې پوهنځي څخه شپږ دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه یې بیا تر اوسه پورې درې دورې محصلین فارغ کړي. د نوموړي په خبره، په ټوله کې یې د فارغ شویو محصلینو شمېر د ۶۰۰ شاوخوا ته رسېږي. عبدالهادي خلیق وايي، ډېری محصلین یې خپله په بادغیس ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې پر دندو بوخت دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د حنظله د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د رییس په خبره، په کلني ډول یې د نویو محصلینو د جذب کچه متفاوته وي، چې تر ډېره له امنیتي او اقتصادي وضعیت سره تړلې وي؛ خو په خبره یې، دا چې خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، نو ویلای شي چې په اوسط ډول په کال کې دوی د پنځو سوو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

عبدالهادي خلیق وایي، د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې د پر کارپوه، مسلکي او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په ډله کې یې ښځینه استادانې هم شته. دی وایي، ډېری استادان یې د دې موسسې دایمي استادان دي، چې د دوکتورا، ماسټرۍ او ډېری یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. ښاغلی خلیق وایي چې د استادانو د مقررۍ پروسه یې ډېره ستونزمنه ده او له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم او په ټولو معیارونو برابر استادان پر دندو وګوماري. دی وایي چې د کار کوونکو په ډله کې یې هم ښځینه کار کوونکې شته. د نوموړي په خبره، په بادغیس ولایت کې د دوی موسسه یوازینۍ هغه ده چې ډېرې ښځینه محصلینې لري.

د حنظله د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، له شک پرته چې هر خصوصي تحصیلي بنسټ د محصلینو لپاره د تخفیف ځانګړې کټه‌ګورۍ لري. دی وایي، دوی هم په دې برخه کې یوه ځانګړې کمېټه لري، چې محصلین ارزیابي کوي او د محصل اقتصادي وضعیت ته په کتو ورته مناسب تخفیف ورکوي. ښاغلی خلیق وایي، همدا اوس هم ځینې محصلین له دوی سره په وړیا ډول زده کړې کوي، چې ډېری یې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو غړي دي. دی وایي چې له لس سلنې نیولې تر پنځوس سلنې پورې تخفیفونه لري چې لږ تر لږه سل محصلین یې له دې تخفیف برخمن دي.

دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې تر څنګ یې رسمي او غیر رسمي دندې هم لري، نو حنظله د لوړو زده کړو موسسې هم د خپلو محصلینو لپاره د ورځې په دوو وختونو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دې موسسې اداره وایي چې د محصلینو او استادانو لپاره یې یوه مجهز او غني کتابتون برابر کړی، چې محصلین کولای شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او کتابونه پکې مطالعه کړي. د دې تر څنګ، کمپیوټر لب او لابراتوار هم د دې موسسې له هغو امکاناتو څخه دي چې د محصلینو په واک کې یې ورکړي دي. شنه ساحه، پارکېنګ، لومړنۍ روغتیایي مرستې او نورې ټولې هغه اسانتیاوې یې محصلینو ته برابرې کړې دي چې یو تحصیلي بنسټ یې باید ولري.

د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس وایي چې په کور د ننه له ډېرو پوهنتونونو او ځینو نورو بنسټونو لکه بانکونو او نورو سره اړیکې او هوکړې لري، چې له مخې یې د خپلو محصلینو د تجربو لوړولو لپاره ورڅخه ګټه اخلي. دی وایي، خپله په بادغیس ولایت او د هېواد د ځینو نورو ولایتونو له خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. ښاغلی عبدالهادي خلیق وایي، له هېواده بهر له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو د هوکړو لپاره باید له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ پرېکړه وشي، چې د دې کار لپاره یې ځینې معیارونه وضع کړي دي. نو له همدې کبله تر اوسه پورې دوی له هېواده بهر له کوم پوهنتون سره اړیکې یا د علمي اړیکو هوکړه نه لري، خو هڅه یې دا ده چې په راتلونکې کې دغه ډول هوکړې ولري.

د ښاغلي عبدالهادي خلیق په خبره، تر اوسه پورې یې چې څومره محصلین فارغ کړي، د پوهنتون لخوا ورته د لوړو زده کړو وزارت په تاییدۍ تحصیلي اسنادونه ورکړل شوي دي، څو محصل له خپل دې قانوني حق څخه برخمن شي او د یادو اسنادو پر مټ په کور د ننه دندې تر سره کړي او یا هم نورې لوړې زده کړې پرې وکړي.

د حقوقو پوهنځي د محصلینو د وړتیا لوړولو او عملي کار لپاره د حقوقي کلینیک درلودل، کتابتون، کمپیوټر لب، لابراتوار او نور د حنظله د لوړو زده کړو موسسې هغه امکانات دي چې د محصلینو په واک کې یې ورکړي دي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري او د خلکو هغه ادعاوې ناسمې ثابتې کړي، چې ګواکې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ توپیر کوي. د موسسې رییس عبدالهادي خلیق وایي چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د استادانو په مقررۍ کې کله نا کله ستونزې جوړوي او تر څنګ یې د خصوصي پوهتنونونو استادان له هغو حقونو بې برخې دي، چې د دولتي پوهنتونونو استادانو ته ورکول کېږي؛ ځکه که یو استاد په خصوصي پوهنتون کې هر څومره ډېر کلونه تدریس وکړي، علمي رتبې نشي اخیستی. دی وایي چې لوړو زده کړو وزارت باید خصوصي پوهنتونونه حمایه کړي، څو پرمختګ وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي. د ده په خبره، لوړو زده کړو او مالیې وزارت خصوصي پوهنتونونو ته د یوه تجارتي مرکز په سترګه ګوري، چې ډېره کله د دوی د پرمختګ مخه نیول کېږي؛ ځکه له دوی څخه په ډېره لوړه کچه مالیه اخیستل کېږي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

د سفر پر مهال څنګه سپما وکړو؟

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
خونړي برید په ننګرهار کې ۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غور کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غور کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سپتمبر 25, 2023

Free Starburst Spins No Deposit Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved