د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه ویډیویي کنفرانس کې دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو بحث او نظرونه تبادله کړل. د سرچینې په وینا، په دې ناسته کې د سولې له دویم پړاو خبرو څخه د نړیوالې ټولنې، کابل او واشنګټن ملاتړ وارزول شو. بهرنیو چارو وزارت وایي، په یاد کنفرانس کې حنیف اتمر د افغانستان د بحران لپاره د سولهییز حل پیدا کېدو په برخه کې د سیمې او نړۍ پر ملاتړ او اجماع ټینګار وکړ. بلخوا، خلیلزاد د سولې دویم پړاو خبرو پر پیلېدو خوښي څرګنده کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او سولې ټینګېدو په اړه یې د افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی.












