د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي سره له دې چې د سولې لپاره هیلې ډېرې دي خو د سولې له راتګ سره سره د ترهګرۍ خطر شته دی. دده په خبره تر سولې وروسته به هم ګڼې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او ددې اړتیا ده چې د ترهګرۍ په ختمولو کې نړیوال او د سیمې هېوادونه همکاري وکړي. د حنیف اتمر په خبره په افغانستان کې دمګړی په جنګېدونکو وسله والو کې له هرو پنځو کسانو یو یې بهرنی دی چې افغان حکومت له دې بهرنیانو سره سوله نه کوي نو له همدې امله به دوی خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. حنیف اتمر دغه راز وویل چې د سولې د راتګ او په دې برخه کې د نړیوالو د ملاتړ لپاره منظم پلانونه لري. هغه وویل تر سولې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقتصادي، سیاسي او مالي ملاتړ مهم دی او د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپل فعالیت چټکوي. حنیف اتمر چې نن یې ولسي جرګې ته خپلې راتلونکې برنامې تشریح کولې وویل، د بهرنیو چارو په وزارت کې د سترو بدلونونو پلان لري او د بېلو برخو لپاره یې ګڼې برنامې جوړې کړې دي. هغه وايي چې دغه اداره به مسلکي کړي، خدمات به معیاري کړي، فساد به له منځه وړي د افغانستان د بهرني سیاست دا مهمه دستګا به پیاوړې کوي.












