چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حکمتیار: طالبان دې له مذاکراتو سرې پرېکون نه کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2021
in افغانستان
0
حکمتیار: طالبان دې له مذاکراتو سرې پرېکون نه کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن د پرېکړې تر اعلان وروسته، په کور دننه ځینو سیاسي څېرو او ګوندونو غبرګون ښودلی دی. په همدې لړ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غبرګون ښودلی او په وینا یې د سرتېرو د ایستلو په پروسه کې ځنډ د افغانستان د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي. حکمتیار همدا راز د سرتېرو په ایستلو کې ځنډ د ستونزو له امله نه؛ بلکې سیاسي دلایل لري. حکمتیار پر طالبانو هم غږ کړی چې له بین الافغاني مذاکراتو سره باید پرېکون ونه کړي او خبرو ته دې ادامه ورکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سرتېرو د ایستلو پروسه به د مې له لومړۍ نېټې پيلوي او د سپټمبر تر یوولسمې پورې به یې بشپړوي. بایډن په دې توګه په ښکاره توګه د دوحې هوکړه نقض کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ باید د مې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه وتلي وای، خو بایډن وایي چې له لوجستیکي اړخه دا چاره د مې تر لومړۍ ممکنه نه ده. دې مسئلې د افغان حکومت او طالبانو غبرګون له ځان سره درلود. طالبانو وویل، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، دوی به د افغانستان په تړاو په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونه کړي، خو افغان حکومت بیا وایي چې افغان پوځ د بهرنیانو له حضور پرته هم د خپل هېواد دفاع ته تیار دی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې به همکاري کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا په افغانستان کې ځینو سیاسي جریانونو هم پر تازه تحولاتو غبرګون ښودلی دی. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر پرېکړه د غبرګون تر څنګ د سولې لپاره خپله طرحه اعلان کړې ده. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهیر کې ځنډ به د ترکیې غونډه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د ده په خبره، د امریکا د دې پرېکړې تر شا دلایل ټول سیاسي دي او دا پلمې بېځایه دي چې ګواکې د مې تر لومړۍ نېټې د سرتېرو ایستل ناشوني وو. د ده په خبره، دا چې امریکایي ځواکونو د سرتېرو په ایستلو کې ځنډ راوستی دا پخپله یوه سیاسي پرېکړه ده.

ګلبدین حکمتیار دغه راز پر طالبانو هم غږ کړی دی چې له افغان لورو سره خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکړي. د ده په وینا، د طالبانو او امریکا تر منځ معامله په دوی پورې اړه لري؛ خو له افغان لوري سره باید خپلې خبرې ونه دروي. حکمتیار زیاتوي: «د طالبانو او امریکا ترمنځ معامله په دوی پورې اړه لري. له امریکایانو سره چې هر څه کوي، خو په هېڅ صورت دې له افغان لوري سره مذاکرات نه ځنډوي. له بین الافغاني خبرو سره دې مقاطعه نه کوي.»

د حزب اسلامي مشر همدا راز د سولې لپاره په خپله طرحه کې ویلي، چې ولسمشر غني دې استعفا ورکړي، د حکومت د تنظیم لپاره دې یوه عالي شورا رامنځ ته کړل شي او د نظام د ساتلو او پایښت لپاره باید هڅې ډېرې شي. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي او په وینا یې سوله یوازې د خبرو له لارې راتلی شي او که طالبان بین الافغاني مذاکرات ځنډوي، نو د نړیوالو او افغانانو له غبرګون سره به مخ شي.

بلخوا امریکایي چارواکي بیا وایي چې دوی په افغانستان کې هر څه څاري او اجازه به ور نه کړي چې وضعیت کړکېچن شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې بروکسل او کابل ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و او په خبره یې، دوی دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې امریکا او ناټو تر وتلو وروسته له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي او د دغه هېواد ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

Tags: Top
Previous Post

نېشنل ریویو: د ځواکونو وتلو په اړه د بایډن پرېکړه خطرناکه ده

Next Post

افغانستان کې تېر کال ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توت تولید شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغانستان کې تېر کال ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توت تولید شوي

افغانستان کې تېر کال ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توت تولید شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د یوناما مشرې د افغانستان سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ

د یوناما مشرې د افغانستان سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ

دسمبر 14, 2024

Plinko Slot Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved