سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حکمتیار: طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي، د حل لار موقت حکومت دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 26, 2020
in افغانستان
0
حکمتیار: طالبان له اوسني حکومت سره خبرې نه کوي، د حل لار موقت حکومت دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بین الافغاني مذاکراتو له نامعلوم برخلیک سره هممهاله افغان سیاستوال پر دې باور دي چې د روانې کشالې د حل یوازینۍ لار د موقت حکومت جوړول دي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې تازه له پاکستان راستون شوی، وایي چې طالبان اوسنی حکومت نه مني او د موقت حکومت غوښتونکي دي. بلخوا د ولسمشر ویاند د حزب اسلامي د مشر پر څرګندونو غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې دي. له دې سره هممهاله په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي او په افغانستان کې بیا روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي.

سره له دې چې د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته افغانان هیله من وو، خو د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو د دغو خبرو پایلې نه لرلو خلک ناهیلي کړي دي. تازه افغان سیاسیونو د سیمې هېوادونو ته سفرونه هم پیل کړي دي، څو د افغان سولې په تړاو سیمه‌ییزه اجماع پیاوړې کړي. په همدې لړ کې څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم پاکستان ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې تر څنګ پر نورو مسایلو خبرې کړې دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

حکمتیار کابل ته له راتګ سره سم خبري کنفرانس درلود او په دې خبري کنفرانس کې یې رسنیو ته د خپل سفر په اړه وضاحتونه ورکړل. هغه په همدې لړ کې وویل چې د سولې ملاتړی دی، خو طالبان له اوسني حکومت سره خبرو یا سولې ته تیار نه دي. د ګلبدین حکمتیار په وینا، د ستونزې د حل یوازینۍ لار دا ده چې په افغانستان کې موقت حکومت جوړ شي او طالبان به له هغه وروسته خبرو او مذاکراتو ته ادامه ورکوي. د ده په وینا، د سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې به هر راز هڅې کوي، خو تر هغه چې اوسني چارواکي په خپله خوښه د حکومت د ادامې غوښتونکي وي، طالبان هم ښايي تاوتریخوالی کم نه کړي او له جګړو لاس په سر نه شي.

نوموړي د سولې پر روان بهیر هم نیوکه کړې ده. هغه ویلي، په دوحه کې روان مذاکرات د ارګ او طالبانو ترمنځ دي او په افغانستان کې یې د جګړې پر ډګر هېڅ راز اغېز نه دی کړی او افغانان یې خپلو هيلو ته نه دي نږدې کړي.

حکمتیار دغه راز په دې خبري غونډه کې د حکومت پر بې کفایتۍ هم نیوکې وکړې او په خبره یې د حکومت د کمزوري مدیریت له امله په هېواد کې نا امني ډېره شوې او هره ورځ جنایي پېښې او ورانکاره ډلې د افغانانو ژوند اخلي. د ده په خبره، حکومت خپل مسوولیتونه په سمه توګه سر ته نه شي رسولی او یا یې وړتیا نه لري، نو ښه به وي چې واک ولس ته پرېږدي.

له دې څرګندونو څو دقیقې وروسته د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي، حکومت د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو ګلبدین حکمتیار په تېرو څلوېښتو کلونو کې تل د هر حکومت مخالفت کړی او په خبره یې، د نوموړي له خبرو سره اوس افغانان عادت شوي دي. د صدیقي  په وینا: ((موږ د بیان ازادي لرو. د هر سیاسي جهت خبرو ته ارزښت ورکوو، خو ښاغلی حکمتیار په تېرو څلوېښتو کلونو کې بل څه نه لري، یوازې د حکومتونو مخالفت کوي او اوس یې خلک هم له خبرو سره بلد شوي دي)).

په افغانستان کې سیاسي فضا داسې مهال له ناندریو ډکېږي چې په دوحه کې هم افغان مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دلته په هېواد کې د جګړې ډګر تود دی، خو هلته مذاکرات لا تر اوسه پر تګلاره توافق ته نه دي نږدې شوي. د نړیوالې ټولنې او ګڼو هېوادونو له غوښتنو سره سره تاوتریخوالی نه دی کم شوی، مذاکرات مخ ته نه ځي او جګړې بیا هره ورځ د ملکي افغانانو ژوند اخلي چې دې هر څه لویې اندېښنې پیدا کړې دي. ش

Tags: Top
Previous Post

د رومي بانجانو د جوسو ګټې!

Next Post

د داعش په نوم مشکوک بریدونه، موخې او مناسب غبرګون

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هند او پاکستان ته ګرم سفرونه؛ موخې او پایلې

د داعش په نوم مشکوک بریدونه، موخې او مناسب غبرګون

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په کچه ۱۵ زره ځوانانو ته روزنیز پروګرامونه پيلیږي

د هېواد په کچه ۱۵ زره ځوانانو ته روزنیز پروګرامونه پيلیږي

اگست 13, 2024
شي جين پينګ: په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو هڅه کوو

شي جين پينګ: په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو هڅه کوو

جون 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved