چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

حکومت؛ د پاکستان پر وړاندې که تر څنګه؟!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 20, 2020
in تبصرې
0
سرپرستي؛ په ناورین کې ناوړه دود
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان حکومت په دې وروستیو کې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر د جوړولو پروژه پرانیسته. د افغان حکومت ځینې پخواني چارواکي وایي چې دغه ځمکه د زراعت لپاره په پام کې نیول شوې ده، باید د اوبو یو بند جوړ شي او دغه بند به له کونړ سیند د ګمبیري دښته خړوبه کړي چې زرګونه هکتاره ځمکه به د کرکيلې وګرځي. پرون په همدې تړاو په جلال اباد او بغلان ولایتونو کې لسګونو کسانو د حکومت پر وړاندې اعتراض کړی و او له دوی یې غوښتي وو چې ژر تر ژره دې له خبلې دغه پرېکړې په شا شي. د دوی په خبره، د ګمبيري دښته د سردار محمد داوود خان د ماسټر پلان له مخې زراعتي ځمکه وه او د دې ځمکې لپاره د کونړ پر سیند باید بند جوړ شي، چې د دې هدف د پوره کولو په موخه جاپاني الاصله افغان ناکامورا د پاکستان لخوا ووژل شو، څو دلته بند جوړ نه شي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وي.

اوس د حیرانتیا خبره دا ده، چې له دې ځمکې د دومره مهم کار د اخیستو شونتیا شته ده، نو بیا ولې هوايي ډګر ورباندې جوړ شي؟ ننګرهار هوایي ډګر لري او پر دغه ډګر دومره بیروبار نه دی چې بل هوايي ډګر ته دې اړتیا وي. حکومت ولې په لوی لاس هغه پروژې ناکاموي یا مداخله پکې کوي چې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. ولس په یوه خوله وایي چې دوی هوايي ډګر نه غواړي، پر ځای یې د اوبو بند غواړي او دغه بند باید د ګمبیري دښته خړوبه کړي، خو حکومت د هوايي ډګر پر پروژه ولاړ دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

بله خبره دا چې حکومت خپله کومه پرانیستې پروژه بشپړه کړې ده؟ په ننګرهار کې د ستر روغتیایي کمپلکس د جوړولو پروژه څه شوه؟ د ستر اسلامي پوهنتون د جوړولو پروژه څه شوه؟ د بندونو د جوړولو او تورخم، بیا جلال اباد، بیا کابل ته د رېل پټلۍ د جوړولو طرحې څه شوې؟ حکومت دې نور په ورته کړنو د ولس سترګو ته خاورې نه شیندي او ولس ته هم په کار ده چې خپلې حیاتي پروژې دې د څو ورځو نمایشي پروژو لپاره نه قرباني کوي.

بلخوا حکومت په دې وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې خورا نرم دریځ غوره کړی دی. په ننګرهار کې وروستۍ پېښې د خورا حیرانتیا وړ دي. یو ولسوال ځکه له دندې ګوښه کېږي چې هغه د پاکستاني اغزن سیم د غځولو پر وړاندې مقاومت کړی و. پاکستاني عسکر ورځ تر بلې له فرضي کرښې را اوړي، پاکستان پر فرضي کرښه ډول ډول اقدامات کوي، د سولې په برخه کې دوه مخی چلند کوي، په سوداګریزه برخه کې یې چې څه ډول اصول زړه وغواړي، وضع کوي یې، خو د حکومت کمزوري سیاست نه پاکستان منزوي کړ، نه یې نړیوال په دې باوري کړل چې پاکستان د افغانستان د ملي ګټو ضد اقدامات کوي. اوس حیرانتیا دا ده، چې افغان حکومت او ځینې چارواکي د پاکستان پر ضد دي که تر څنګ؟ دا به وخت ثابته کړي چې رښتیا هم سیاست روان دی، که هر څه د افغانستان په زیان دي.

Previous Post

امریکا کې د افغانستان سفیره هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوه

Next Post

د طبابت په نړۍ کې حيرانوونکې پېښه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د طبابت په نړۍ کې حيرانوونکې پېښه

د طبابت په نړۍ کې حيرانوونکې پېښه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

توماس ویسټ په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره لیدلي دي

توماس ویسټ په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره لیدلي دي

اپریل 16, 2023
اقتصادي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

اقتصادي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ

فبروري 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved