سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

حکومتي چارواکي امریکا ته له سفر وروسته څه کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 28, 2021
in تبصرې
0
امریکا ته د حکومتي مشرانو د سفر پایله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

امریکا ته د ولسمشر غني له سفر او را ګرځېدو وروسته خلک لا هم نه پوهېږي چې افغانستان کوم لوري ته روان دی او څه پېښېدونکي دي. تمه وه چې امریکا ته به د افغان چارواکو په سفر کې د سولې په اړه یو نوی او واضح تصویر پیدا شي، خو له دې سفر وروسته هم د سولې تصویر تت دی او د جګړې په برخه کې هم داسې څه نه ښکاري چې شته حالت دې پرې بدل شي. له همدې امله اندېښنې شته او خلک پوښتي چې حالاتو ته د ځواب ویلو لپاره به د حکومتي چارواکو بل ګام څه وي؟

امریکا ته د افغان چارواکو په سفر کې داسې څه نشته چې حکومت دې یې پر اساس کومه نوې لاره غوره کړي. د سولې پروسه ورکه ښکاري او په دې برخه کې د کوم تحرک څرک هم نشته. نه طالبان، نه حکومت او نه هم کوم بل اړخ د سولې په خبرو کې د تحرک لپاره هڅه کوي او داسې ښکاري چې امریکا ته هم نوره دا پروسه مهمه نه ده او په دې اړه پر ښکېلو اړخونو فشار نه راوړي. له بله اړخه طالبان همغسې پرمختګ کوي، جګړه روانه ده او د افغانستان له لویې برخې د جګړې او نښتو خبرونه ورکول کېږي. طالبانو وړمه شپه هم پنځه ولسوالۍ نیولې وې او ښکاري چې دا لړۍ به همداسې روانه وي. حکومت چې د ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره کومې ژمنې کړې وې، نه دي عملي شوي او د ولسوالیو د بېرته نیولو پروسه هم تر ډېره کمزورې، نمایشي او ورو ده. د ولسوالیو د بېرته نیولو او یا د طالبانو د پرمختګ لپاره د ملېشو جوړولو لړۍ هم روانه ده، خو دا لړۍ له همدې پیله د عامو خلکو، سیاستوالو او آن په دولت کې دننه د ځینو اړخونو له مخالفت سره مخ شوې ده. په دې ډول حکومت نه په سوله کې او نه هم د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره کوم کارنده پلان او ابتکار لري. له وروستیو بدلونونو ښکاري چې جګړه به روانه وي، طالبان به ښايي نورې ولسوالۍ ونیسي او خبره تر ولایتونو هم رسېدلی شي. حکومت له نظامي اړخه په ښه حالت کې نه دی او له امریکايي چارواکو یې هم داسې څه نه دي تر لاسه کړې چې پر هغو تکیه وکړي. له همدې امله کوم نوی پلان او پروګرام نشته.

اوس هغه وخت دی چې مسایلو ته په خلاصو سترګو وکتل شي، د امریکا په ګډون په نورو بهرنیانو تکیه ونه شي. اوس هغه وخت چې نور د جګړې فکر له سره و ایستل شي. دواړه اړخونه په اخلاص او صداقت د سولې خبرو ته ننوځي، سرې کرښې باید نورې ختمې شي. دواړه اړخونه باید یو له بل سره مخامخ خبرې ژر پیل کړي. د دې خبرو پر وړاندې که هر خنډ وي، هغه باید لرې شي. که طالبان د بندیانو خلاصون غواړي، دا کار باید ژر وشي او ورسره دې طالبان جګړه هم و دروي. که د سولې خبرې همدا اوس ژر پیل نه شي، خنډونه لرې نه شي، نو بیا وېره ده چې ښايي دواړه اړخونه یوې داسې جګړې نه ننوځي چې ترې راوتل سخت وي او بیا به هر لوری د بل د نابودۍ فکر کوي او د سولې چانس به ضایع شوی وي.

Previous Post

ځوان نسل او ژور خپګان

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ جدي مرستو ته اړتیا لري

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسلام اباد کې افغان کډوال په زوره د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

اسلام اباد کې افغان کډوال په زوره د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

جنوري 5, 2025
د سورينام ولسمشر د کمربند او لارې وړانديز ستاينه وکړه

د سورينام ولسمشر د کمربند او لارې وړانديز ستاينه وکړه

اپریل 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved