چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت مدیریت ته پر تیاریو بوخت دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 19, 2021
in افغانستان
0
حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت مدیریت ته پر تیاریو بوخت دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وروسته تر هغه چې د افغان حکومت د تمې پر خلاف بایډن تر سپټمبر پورې د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ، افغان حکومت په دې لټه کې دی چې وکړی شي د سرتېرو تر وتلو وروسته وضعیت کنټرول کړي. ولسمشر غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي او تر څنګ یې له دغو سرتېرو سره د وتلو په برخه کې همکاري کوي. همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر خبرو بوخت دی او هڅه کوي چې د دوی ملاتړ خپل کړي.

سره له دې چې ټرمپ غوښتل افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي، خو په ناڅاپي توګه یې د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړې په افغان حکومت کې چارواکي حیران کړل. بایډن ویلي چې د سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ شرط نه لري او نه هم د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړي. امریکایي رسنیو ته په سپینه ماڼۍ کې سرچینو ویلي چې بایډن د سرتېرو د حضور یا ایستلو په اړه ان د لوړپوړو امریکایي نظامیانو مشورو  ته هم ارزښت ور نه کړ. دا غونډه چې شاوخوا لس ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې شوې وه، ان د امریکايي پوځ لوی درستیز ته د بايډن له لوري ویل شوي چې د خپلو سرتېرو ایستل په شرایطو پورې نه تړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اوس تازه ولسمشر غني ویلي چې دوی د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره منظم پلان لري. ولسمشر ځينو امنیتي منسوبینو ته په ارګ کې د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې بشپړ تیاری درلود او دوی به مرسته کوي چې دغه سرتېري په منظمه توګه له افغانستانه ووځي. ولسمشر غني د بهرنیو سرتېرو وتل د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو مهم فرصت بللی دی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې همدا راز یو ځل بیا پر پاکستان هم د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه، پاکستان باید په دې پوه شي چې افغانستان ته د سولې راتګ د دوی او ټولې سیمې په ګټه دی. بلخوا د ولسمشر ویانده بیا ادعا کوي چې حکومت له میاشتو راهیسې د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره تیاری درلود او اوس هم له دغه بهیر سره همکاري کوي. د ولسمشر د ویاندې فاطمې مورچل په وینا: «جمهور رییس غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی. موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لرو او د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې‌طرفي ثابته کړي.»

له دې ورهاخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو له ډيپلوماتیکو سرچینو او بهرنیو چارو وزیرانو سره په اړیکه کې دی. هغه په نږدې ورځو کې د ایران، پاکستان او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي. حنیف اتمر ته د هند د بهریو چارو وزیر ویلي چې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او تمه لري چې دلته د سولې روانه پروسه ژر تر ژره بریالۍ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي وو چې د امارت راګرځېدل د سیمې او افغانستان په ګټه نه دي، نو ځکه دوی هڅه کوي چې د سولې له بهیر په ملاتړ سره افغانستان ته یوه دایمي سوله راولي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې دوی د استانبول په غونډه کې ګډون کوي او هلته به له اتمر سره ګوري او هڅه کوي چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

له دې ټولو سره بهرنۍ رسنۍ په دې باور دي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان په کورنۍ جګړه کې راګیر شي او طالبان به د افغان حکومت پر ضد خپلو عملیاتو او جګړو ته ادامه ورکړي. ځینې ان په دې باور دي چې ښايي د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې افغان حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت د مدیریت وړتیا ونه لري، هغه څه چې افغان حکومت یې ردوي.

Tags: Top
Previous Post

نوې لوبه؛ پر سوله شکونه او له کورنۍ جګړې وېره

Next Post

شیاومي د ګېمونو لپاره خپل ځانګړی موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شیاومي د ګېمونو لپاره خپل ځانګړی موبایل معرفي کړ

شیاومي د ګېمونو لپاره خپل ځانګړی موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عبدالله:جګړه د حل لاره نه ده، طالبان دې د سولې هڅې زیاتې کړي

عبدالله:جګړه د حل لاره نه ده، طالبان دې د سولې هڅې زیاتې کړي

نوومبر 13, 2020
مکرون په فرانسه کې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

مکرون په فرانسه کې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

اپریل 25, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved