د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو اوسېدونکي د تېرو اخترونو په څېر په راتلونکي کوچني اختر کې د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه کوي او په خبره یې اوربند به امن اختر ته زمینه برابره کړي. ملي شورا هم په دواړو لورو غږ کوي چې اوربند وکړي او خلک د اختر نمانځلو ته پرېږدي. ځینې نور بیا د حکومت او طالبانو پر جګړو نیوکې کوي او وايي درې ورځنی اوربند نه بلکې اوږمهاله اوربند دې وشي.












