سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 11, 2021
in تبصرې
0
خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی  پرون کابل راغی او دلته یې له چارواکو او سیاستوالو سره کتلي دي. د دغو لیدنو په اړه په رسمي ډول دومره ویل شوي، چې خلیلزاد له چارواکو سره د ترکیې پر غونډه خبرې کړي او غوښتنه یې کړې چې باید د سولې هڅې چټکې شي. دغه راز ویل شوي چې خلیلزاد له ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې د جمهوریت پلاوی باید له واحدې طرحې سره ترکیې ته ولاړ شي؛ ځکه چې دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته د خلیلزاد تر ګردو مهم ماموریت دا دی، چې افغان اړخونه په یوه لویه غونډه کې را ټول کړي او یو توافق ته یې ورسوي. له همدې امله په دې وروستیو کې نوموړی د کابل، دوحې، انقرې او اسلام اباد ترمنځ ګرم سفرونه لري. امریکایانو هڅه کوله چې د ترکیې ناسته د مارچ په ۲۷مه وکړي، بیا دا خبره د اپرېل ۱۶مې ته وځنډېدله، خو اوس ښکاري چې د اپرېل په ۱۶مه به هم دا غونډه نه کېږي. خلیلزاد هڅه کوي چې په چټکۍ سره د غونډې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د همدې لپاره په وروستیو کې په چټکۍ سره پټ او ښکاره سفرونه کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ترکیې د غونډې پر وړاندې تر ګردو ستر خنډ دا دی چې طالبان وايي، امریکا باید د دوحې د هوکړې پر اساس له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي. د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو ايستل او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول، د دغو ژمنو اساسي برخې دي. امریکا غواړي د دغو ژمنو له پوره کولو وړاندې طالبان له افغان حکومت او سیاستوالو سره جرګه کړي او یوې بین الافغاني هوکړې ته یې ورسوي، خو طالبان غواړي چې یو ځل باید دا ژمنې پوره شي، بیا دا غونډه وشي. له همدې امله دا غونډه ځنډېږي. اوس ښکاري چې امریکا طالبان قانع نه شوای کړلی چې د ترکیې په غونډه کې له شرط پرته ګډون وکړي، نو ځکه هڅه کوي چې د طالبانو ځیني غوښتنې عملي کړي. خلیلزاد پر حکومت فشار راوړي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي او له تور لېسته د طالب مشرانو د اېستلو کار په رسمي ډول پیل کړي. له همدې امله کابل ته راغلی او دلته به یې د بحث اساسي موضوع همدا وي. امریکا نه غواړي چې دا ژمنې ټولې پوره شي، خو غواړي چې په دې برخه کې یو څه پرمختګ وشي، څو یې طالبانو ته وړاندې کړي او هغوی قانع کړي چې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي. دا ښکاره ده چې دا ټولې ژمنې نه امریکا عملي کوي او نه هم په لنډ وخت کې عملي کېدلی شي، خو امریکا غواړي چې یو څه وکړي او یو څه هم طالبان له خپلو خبرو تېر کړي. که د بندیانو په خوشې کولو او له تور لېسته د طالب مشرانو په ایستلو کې پرمختګ وشي، نو امریکا به بیا له طالبانو وغواړي چې د یو څه وخت لپاره نور هم بهرني ځواکونه ومني. دا چې طالبان یې مني او که نه، لا معلومه نه ده.

امریکا غواړي د ترکیې غونډه ژر وشي، له همدې امله بیا هم کابل ته راغلی دی او ټوله هڅه یې دا ده چې په چټکۍ سره د دې غونډې پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي او خپلې موخې ته ورسېږي.

Previous Post

خلیلزاد: نړیوال د ترکیې په کنفرانس کې له افغان حکومت د واحدې طرحې غوښتونکي دي

Next Post

دانش د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دانش د لوړو زده کړو موسسه

دانش د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

م.م: افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

اپریل 6, 2022
هلمند کې په نشه روږدو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې

هلمند کې په نشه روږدو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې

مې 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved