سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 24, 2021
in پوهنتون
0
خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، د بنسټ ډبره یې په ۱۳۸۹ کال کې د حاجي اغا رضایي لخوا کېښودل شوې ده او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته د فعالیت جوار ورکړل شوی دی. د یادې موسسې د اقتصاد پوهنځي د یوه تن استاد یزدان علي رضایي په وینا، خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال شپږ  فعال پوهنځي (اقتصاد، کمپیوټر ساینس، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو، انګلیسي ادبیاتو او ژورنالیزم) لري.

ښاغلی رضایي وایي، اوسمهال د لوړو زده کړو دغه موسسه ۴ فعال پوهنځي لري چې په شپږو ډېپارټمنټونو کې یې محصلین عملاً پر زده کړو بوخت دي.

د ښاغلي رضایي په وینا، د لوړو زده کړو یاده موسسه شاوخوا ۱۲۰۰ زده کړیالان لري چې نارینه او ښځينه دواړه پکې شامل دي. دی وایي، محصلین یې خپله د هرات ولایت او هرات ښار ته د نږدې نورو ولایتونو اوسېدونکي دي. دا چې په محصلینو کې یې څومره نارینه او څومره ښځینه محصلین دي، ښاغلي رضایي یې په اړه څه ونه ویل.

نوموړی وایي، خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه لس دورې فارغین ورکړي او ټولنې ته یې د خدمت په موړخه وړاندې کړي دي. ښاغلي رضایي وایي، چې فارغ شوي ټول محصلین یې په هرات او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي، ځینې یې د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر تللي او یا هم په نورو کارونو بوخت دي. دا چې په لسو دورو کې یې د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر څومره و، ښاغلي یزدان علي رضایي یې په اړه څه ونه ویل.

ښاغلی رضایي همدار راز زیاتوي، هر کال یې د نویو جذب شویو محصلینو شمېر توپیر کوي، چې تېر کال یې په خزاني دوره کې شاوخوا ۲۰۰ نوي زده کړیالان جذب کړي وو او سږ کال یې په پسرلنۍ او خزاني دواړو دورو کې تر ۳۵۰ پورې نوي زده کړیالان خپلو مختلفو پوهنځیو ته جذب کړي دي. په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د نویو محصلینو د جذب شمېره تر ډېره په هېواد او یا هم په هماغه اړوند ولایت کې په اقتصادي او امنیتي وضعیت پورې تړلې وي. که د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه وي، هغه ده چې ډېر ځوانان زړه ښه کوي چې په خصوصي پوهنتونونو کې نوملیکنه وکړي او زده کړې وکړي.

ښاغلی رضایي وایي، دا چې د کرونا ناروغۍ په لړ کې هېوادوال له مالي ستونزو سره مخ وو، نو خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسې خپلو زده کړیالانو ته د یادې ناروغۍ په لړ کې پسرلنی سمیستر په بشپړه توګه وړیا یانې په ۱۰۰٪ تخفیف او خزاني سمیستر یې په ۲۵٪ تخفیف سره تدریس کړ. په ټوله کې خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو تخفیف ورکوي.

د ښاغلي یزدان علي رضایي په وینا، خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه ډېر استادان لري چې ډېریو یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې د لوړو زده کړو له معیارونو سره برابر پر کار پوه او تجربه لرونکي استادان د تدریس لپاره وګماري، څو وکولای شي مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

نوموړی زیاتوي، دوی په تېرو کلونو کې د ورځې یوازې دوې دورې تدریسي بهیر درلود چې د سهار او ماښام لخوا یې چارې پر مخ وړل کېدې. سهارنۍ دوره یې له شپږ نیمو تر نهه نیمو بجو او ماښامنۍ دوره یې له څلورو تر اووه بجو پورې وه، خو اوسمهال د ورځې په دریو دورو کې خپلې تدریسي چارې پر مخ وړي، چې درېیمه دوره یې د ورځې په لړ کې له نهه نیمو تر دوولس نیمو بجو پورې زده کړې کوي.

دا چې کتابتون د یوه علمي بنسټ د ملا تیر بلل کېږي، نو ښاغلی رضايي وایي، خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه کتابتون لري، چې د هر پوهنځي اړوند ډېر کتابونه پکې دي او زده کړیالان کولای شي د خپلو مالوماتو د تر لاسه کولو او مطالعې لپاره ورته مراجعه وکړي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې کتابتون ورځ تر بلې غني کړي او د پوهنځیو اړوند او د ازادې مطالعې لپاره ډېر نور کتابونه هم ځای پر ځای کړي.

د ښاغلي یزدان علي رضایي په وینا، دوی له ځینو داخلي او بهرنیو پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره اړیکې لري، چې د هېواد د ننه په هرات ولایت کې د اشراق په نوم له پوهنتون سره علمي اړیکې لري او له هېواده د باندې یې د هند هېواد له یوه خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکو تړون لاسلیک کړی دی، چې ډېر ژر به خپل محصلین هلته د لوړو زده کړو لپاره ولېږي او د یاد پوهنتون استادان به د تدریسي چارو لپاره خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسې ته مراجعه وکړي.

ښاغلی رضایي همدا راز زیاتوي، خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسې د خپلو اتو دورو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي ډيپلومونه توضېح کړي دي.

نوموړی وایي، دوی د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه د هر سمیستر په لړ کې ډېر علمي سمینارونه په دایروي او همدا راز یې د هرات ولایت له مقام سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی، چې له مخې به یې د دوی فارغ محصلین په مختلفو ولایتي ادارو کې پر کار زده کړې او دندو بوختېږي.

ښاغلی رضایي وایي، دوی د خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو موسسې د لا ښه والي او پرمختګ لپاره ځينې پلانونه په لاس کې لري، چې له هغې ډلې یې د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او ماسټرۍ د پروګرامونو رامنځته کولو، د بهرنیو ژبو او کمپیوټر زده کړې د مرکزونو رامنځته کولو او داسې نورو ته اشاره وکړه.

ښاغلی رضایي زیاتوي، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي،  ملاتړ یې وکړي او د هغوی ظرفیت ته په کتو د کیفیت لوړونې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې له خصوصي پوهنتونونو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي، څو دغه بنسټونه پر خپلو پښو ودرېږي او له دولتي پوهنتونونو سره اوږه په اوږه د هېواد بچیان وروزي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

Previous Post

د موبایل ډېر استعمال د یادښت قوه زيانمنوي

Next Post

ولسمشر د اختلافونو له امله د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ولسمشر د اختلافونو له امله د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ

ولسمشر د اختلافونو له امله د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جین پینګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزیویف سره وکتل

شي جین پینګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزیویف سره وکتل

جنوري 25, 2024
په هېواد کې چاپېدونکو کتابونو باندې مالیه معاف شوه

په هېواد کې چاپېدونکو کتابونو باندې مالیه معاف شوه

جولای 13, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved