د خوست په باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۳۷ میلیونه، ۲۳۷ زره او ۹۶۱ افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مرستیال مولوي ریحانالله سنان وايي، په دغو پروژو کې د کانالونو، سربندونو، کاریزونو او استنادي دېوالونو رغول شامل دي. د نوموړي په وینا، د پروژو د پلي کېدو پر مهال شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړې، دغه پروژې به د باک او ځاځي میدان ولسوالیو د اوسېدونکو د ژوند د ښه والي او د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.













