د خوست ولایت د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۴ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د مارکېټونو د تنظیم عمومي مدیریت مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په څلورو میاشتو کې یې د خوست ښار له هټیو مارګېټونو او کار خونو څخه څلور نیم ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي را ټول او سوځولي دي. ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا ډاکټران وایي، چې تاریخ تېره توکي د انسان روغتیا ته زیان رسوي او له سوداګرو یې وغوښتل تر څو هېواد ته د بې کیفیته خوراکي توکو له واردولو کلکه ډډه وکړي.












