د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا دوه زره ماشومان د زده کړو پر ځای د خښتو په بټیو او نورو ځایو کې کې په درنو کارونو بوخت دي. دغه ماشومان او د دوی پلارونه وايي، که دا کارونه ترسره نه کړي، د کورنۍ د ګټې وټې څوک یې نه شته او غربت اړ کړي چې د زده کړو پر ځای کار وکړي. بل لورته د خوست د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له ۲ زره زیات ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې ځينې د هېواد له نورو ولایتونو هم را کډه شوي دي. د کار او ټولنيزو چارو رییس، وايي، د دغو ماشومانو د زده کړو لپاره له بېلابېلو موسساتو سره غږیدلي، چې د کار پر ځای زدهکړې وکړي.












