چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

خونړیو جګړو وېره خپره کړې، سلګونه کسان د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 13, 2020
in افغانستان
0
خونړیو جګړو وېره خپره کړې، سلګونه کسان د کورونو پرېښودو ته اړ شوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هلمند زرګونه کورنۍ د طالبانو د بریدونو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي او لا هم په دغه ولایت کې خلک په وېره او اندېښنه کې ژوند کوي. له تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا امنیتي وضعیت سخت خراب دی، طالبانو پر مرکز برید کړی دی او د دغه ښار څلورمه امنیتي حوزه د دوی په لاس کې ده. له مرکز کابله هم د دغه جګړې د کابو کولو لپاره تازه دمي سرتېري تللي دي؛ خو په خبره یې، د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې عملیات ورو روان دي. بلخوا ناټو او امریکایي لوري هم د طالبانو دغه برید غندلی دی او د امریکا هوایي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ ته ورغلي دي.

وسله والو له څو ورځو راهیسې د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا نا امنه کړې وه، تر دې چې وړمه ورځ یې په مرکز کې پر څلورمه امنیتي حوزه برید وکړ. دغه حوزه یې ونیوله او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړه. له دې سره جوخت افغان ځواکونو هم د دې جګړې د کنټرول لپاره پر بریدونو او عملیاتو لاس پورې کړ. له کندهاره او مرکز هم هلمند ته تازه دمي سرتېري ورسېدل او پرون ناټو ځواکونو هم پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي. د هلمند ځایي چارواکي وایي چې په عملیاتو کې یې تر ۱۷۰ پورې طالبان وژلي دي، خو افغان سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا په مرکز لښکرګاه کې مېشت خبریالان وایي چې په تېرو ورځو کې نږدې ۴۵۰۰ کورنۍ د دغه ښار په بېلو ځایونو کې د جګړو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. د دوی په خبره، هلمندي وګړو خپلې کډې په موټرونو کې بار کړې دي او په ښار کې د ځای ځایګي د پیدا کولو په لټه کې دي. دوی د دغو کورنیو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني بیا د هلمند له والي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې طالبان به د دغه برید ستره بیه پرې کړي. د هلمند والي پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي چې ولسمشر غني ورسره ټلیفوني خبرې کړې دي او هلمند ته یې د تازه مرستو د لېږلو ژمنه کړې. غني ويلي: ((طالبانو ته پکار ده چې تاوتریخوالی کم کړي، دوی ته به پر هلمند برید ډېر ګران تمام شي)).

بلخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پر مرکز لښکرګاه د طالبانو برید د دوحې د هوکړې خلاف عمل بللی دی. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان دې ارو مرو تاوتریخوالی کم کړي، جګړې دې ودروي او د هوکړې خلاف دې خپلو جګړو ته شدت نه ورکوي. هغه ټينګار کړی چې دواړې خواوې باید د دوحې هوکړه عملي کړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم ویلي چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ په هلمند کې پر طالبانو بریدونه کړي دي. د هغه په خبره، امریکايي ځواکونه په هغو سیمو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ حق لري، چې طالبانو په هغه سیمه کې د دوحې هوکړه نقض کړې وي.

کورنیو چارو وزارت او د ولسمشر ویاند بیا ویلي چې افغان ځواکونه په هلمند کې پیاوړي دي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي. د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي په خبره، ډېر ژر به دغه ډله په هلمند کې ماته شي.

ځینې راپورونه وایي چې په هلمند کې له ځینو سیمو افغان سرتېري د طالبانو له لوري ایستل شوي او یا نیول شوي؛ خو افغان حکومت وایي چې دوی شاتګ کړی دی. په هلمند کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د افغان ځواکونو پاتې شوي نظامي تاسیسات د خلکو له لوري چور او نړول کېږي. له دې سره د هلمند برېښنا رياست وايي چې وسله والو طالبانو د برېښنا سب سټېشن ١٥ ساتونکي او دوه فني کارکوونکي له ځان سره بېولي دي. دوی همدا راز وایي چې طالبانو د سب سټېشن توکو ته اور ورته کړی دی او تخنیکي وسایل یې له منځه وړي دي. طالب ویاند بیا دا ادعا رد کړې ده.

Tags: Top
Previous Post

د سولې په فضا کې د جګړې شدت

Next Post

خپل مسوولیت هېچا ته مه سپارئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خپل مسوولیت هېچا ته مه سپارئ

خپل مسوولیت هېچا ته مه سپارئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف تر یوکال غځول کیږي

د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف تر یوکال غځول کیږي

مارچ 12, 2026

د افغانستان د رسنیو پلاوي په چین کې د ” کمربند او لارې” د لوړ کیفیت پراختیا تجربه کړه

اپریل 28, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved