د افغانستان ا.ا د لوړ زده کړو وزارت معین لطف الله خیرخواه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به په هېواد کې دولتي پوهنتونه خپل درسونه پیل کړي. د نوموړي په خبره، تر راتلونکو لسو/پنځلسو ورځو پورې به د ګرمسیرو ولایتونو دولتي پوهنتونونه د هغو زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي چې اخیري سمسترونه یې دي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی پر یوې طرحې کار پیل کړی دی څو ژر وکولی شي پوهنتونونو ته تازه بریالي شويو محصلینو ته هم د زده کړې بهیر عادي کړي. خیرخواه ټینګار کړی دی چې له دې وروسته به په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او په یو صنف کې د درس ویلو حق نه لري.












