د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزارت وایي چې ډېر ژر به افغانستان یوه قوي او منظمه اردو ولري. د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اردو د جوړلو پنځه اتیا سلنه کارونه پر مخ تللي دي او ډېر ژر به افغانان د خپلې منظمې او مجهزې اردو ننداره وکړي. نوموړي که څه هم د اردو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د یاد وزارت سرپرست ملا یعقوب څو ورځې وړاندې په خپله مرکه کې ویلي وو چې په لومړیو کې به د اردو شمېر ۱۱۰ زره وي خو د اړتیا په صورت کې به نور ځواکونه هم اردو ته د چمتووالي په موخه وروزي.












