د ارزګان د چهارچینو ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د ښونځيو د نشتوالي له امله یې پوره یو نسل له زده کړو محروم پاتې دی. دوی وايي، د جګړو له امله یې ښوونځي نړېدلي او که بېرته ونه رغول شي، راتلونکی نسل به یې هم له زده کړو محروم شي. بل خوا د اروزګان د والي ویاند ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په چهار چینو ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځي فعالیت نه درلود. د هغه په خبره سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي ملاتړ په دغه ولسوالۍ کې یو شمېر سیمه ییز ټولګي فعال کړي او هڅه کوي، چې روان کال دوه بابه ښوونځي هم جوړ کړي. د اروزګان ولایتي چارواکو ویلي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې به په دغه ولایت کې ۳۰ بابه ښوونځي جوړ کړي، چې په دې سره به له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.












