د افغان سولې په تړاو د سولې د هڅو له چټکتیا سره هممهاله داسې راپورونه خپاره شوي، چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه به د اپرېل میاشتې په نیمايي کې جوړېږي او شاوخوا لس ورځې به دوام کوي. افغان حکومت هم وايي، چې دغه غونډې ته پلاوی لېږي او د سولې پر هڅو باور لري، خو تر اوسه یې د پلاوي د غړو په اړه معلومات نه دي شریک کړي. له دې راپورونو سره هممهاله افغان حکومت یو ځل بیا ویلي، چې طالبان د زور له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې بریا ته رسېدلی شي.
وروسته له هغې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ شوې، نو د سولې په برخه کې فعالو هېوادونو د مسکو غونډه دایره کړه او امریکا سپارښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو په حضور کې دې په ترکیه کې غونډه جوړه شي. امریکا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې په دغو خبرو کې پر شته خنډونو خبرې وکړي او ژر تر ژره یوې پایلې ته سره ورسېږي.
اوس رسنیو ته سرچینو ویلي، چې دغه غونډه به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه چې د حمل یا وري له ۲۶مې سره برابرېږي، په ترکیه کې جوړېږي. د سرچینې په خبره، دغه غونډه به شاوخوا لس ورځې دوام کوي. د سرچینې په خبره: «ټاکل شوې چې د استانبول غونډه د اپرېل په ۱۶مه چې د حمل ۲۶مه کېږي، جوړه شي. غونډه به شاوخوا لس ورځې دوام کوي».
افغان حکومت، طالبان او یا هم ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې راتلونکي حکومت ته سپاري. د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د زور له لارې طالبان واک ته نه شي رسېدلی او نه هم افغان حکومت چا ته اجازه ورکوي، چې د زور له لارې پر افغانانو حکومت وکړي. د ده په خبره، طالبانو د تاوتریخوالي د دوام له لارې دا ثابته کړه چې دوی د سولې اراده نه لري او غواړي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. هغه زیاته کړې: «طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی. ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې. دا هر څه په دې مانا دي، چې طالبان پر سوله باوري نه دي. دوی د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي».
حمدالله محب وایي چې دوی د سولې لپاره هڅه کوي او ولسمشر غني تیار دی، چې تر وخت مخکې ټاکنې وکړي او په دې ټاکنو کې به نوماند هم نه وي، خو هېڅ وخت دې ته نه دی تیار چې واک ته زور له لارې بل چا ته وسپاري. د محب په خبره: «افغان دولت تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی او ولسمشر غني به تر وخت مخکې ټاکنو ته ځان نه نوماندوي».
محب همدا راز ویلي چې د ترکیې په ناسته کې به د دوی پلاوی حضور ولري، خو د دغه پلاوي نوملړ یې نه دی خپور کړی او نه یې هم په دې اړه معلومات ورکړي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو استازي تازه هڅې پیل کړې چې د افغانستان د سولې بهیر چټک شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له استازو سره کتلي او همدا راز یې د ترکیې او امریکا له استازو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي تمه ښودلې، چې ښکېل لوري ژر تر ژره د سولې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.
د سولې په برخه کې د تازه پرمختګونو داسې مهال دي، چې په کور د ننه تاوتریخوالی او هدفي بریدونه ډېر شوي دي. د پلازمېنې په ګډون په ګڼو ولایتونو کې تاوتریخوالی ډېر شوی او خلک هیله لري، چې ژر تر ژره روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.











