چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د استانبول غونډه کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 21, 2021
in تبصرې
0
د جګړې د افغاني لورو مسوولیت زیات شوی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ټاکل شوې د افغانستان د سولې په تړاو د اپرېل په ۲۴مه په استانبول کې غونډه وشي، خو په غونډه کې له ګډون څخه د طالبانو انکار د دې سبب شوی چې ښايي دا غونډه په ټاکل شوي وخت ونه شي. دا غونډه د مارچ په ۲۷مه پلان شوې وه، چې بیا د اپرېل ۱۶مې ته وغځېده، خو د اپرېل په ۱۶مه هم جوړه نه شوه او ترکي چارواکو وویل چې غونډه به د اپرېل په ۲۴مه کېږي. په دې منځ کې طالبانو اعلان وکړ چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به په هېڅ داسې غونډه کې برخه نه اخلي چې د افغانستان په تړاو پکې پرېکړه کېږي. له دې سره امریکا هم اعلان وکړ چې ځواکونه به یې تر مې نه، بلکې تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي.

اوس پوښتنه دا ده چې د استانبول غونډه کېږي او که کېږي، همغسې به وي، لکه چې په اړه یې ویل کېدل او که نه بدلون به پکې راځي؟

د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې ده. طالبان ویلي وو چې امریکا ورسره هوکړه کړې ده او چې په هوکړه عمل ونه کړي، نو دوی په دې غونډه کې برخه نه اخلي. په هوکړه کې له طالبانو سره درې لویې ژمنې شوې وې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل او د بندیانو خلاصون پکې شامل دي. بهرني ځواکونه وځي، خو په ځنډ او طالبان ډېر ډاډمن نه دي چې دا کار به کېږي. له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو کې هېڅ کار نه دی شوی. پینځه زره طالب بندیان خوشې شوي، خو اته زره نور لا هم په زندانونو کې دي او په دې برخه کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی. اوس طالبان فکر کوي چې که دا کار ونه شي او دوی د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي، نو ښايي چې دا ژمنې بیا وروسته هم پوره نه شي. له همدې امله په دې غونډه کې له ګډون څخه یې تر اوسه پورې انکار کړی دی.

پر طالبانو ډېر فشارونه دي چې د استانبول غونډې ته ورشي او ښکاري چې طالبان به تمایل هم وښيي. طالبانو اوس منلې چې له امریکا، ترکیې او قطر سره یې خبرې روانې دي چې په غونډه کې د ګډون لپاره یوې پایلې ته ورسېږي. که طالبانو ته یو څه ډاډ ورکړل شي او په ځینو برخو کې ورته امتیاز ورکړل شي، نو ښايي طالبان خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخلي او د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي. که د بندیانو د خوشې کولو او له تور لېسته څخه د طالب مشرانو د ایستلو په برخه کې یو څه پرمختګ وشي او طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي، نو ښايي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي. خو دا هر څه وخت ته اړتیا لري.

نو پر دې اساس د استانبول غونډه کېدونکې ده، خو بیا به هم ځنډېږي او په ټاکل شوې نېټه یې کېدل ستونزمن ښکاري. له بله اړخه که دا غونډه کېږي هم، ښايي هغسې برخلیک تاکونکې نه وي، لکه له وړاندې یې چې تمه کېدله، ځکه چې طالبان بیا هم پرېکړې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې ځنډوي.

Previous Post

سوداګرۍ وزارت: ډېر ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې د افغان غالیو صادرات بیا پيل شي

Next Post

پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په کومه سترګه ګوري؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
فارن پالیسي: د ځواکونو وتلو اعلان اسانه دی سخت کار اوس پیلېږي

پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په کومه سترګه ګوري؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د چاپيريال په اړه د همکارۍ د نوې مرحلې عملي پلان لاسليک کړ

چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د چاپيريال په اړه د همکارۍ د نوې مرحلې عملي پلان لاسليک کړ

سپتمبر 29, 2025
انټي ور: امریکا د میلیونونه افغانانو پر برخلیک لوبې وکړې

انټي ور: امریکا د میلیونونه افغانانو پر برخلیک لوبې وکړې

اکتوبر 25, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved