چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د اسيا زړه ـ استانبول بهير د خارجه وزيرانو په ۹مه غونډه کې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي وينا

سرچینه: د چین نړیواله راډیو پښتو څانګه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 1, 2021
in افغانستان
0
د اسيا زړه ـ استانبول بهير د خارجه وزيرانو په ۹مه غونډه کې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي وينا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۳۰مه نېټه په انلاين ډول د افغانستان مسئلې په اړه د اسيا زړه ـ استانبول بهير د خارجه وزيرانو په ۹مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

د نوموړي د وينا پښتو متن دلته لوستلی شئ:

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

قدرمن ولسمشر امام علي رحمان، قدرمن ولسمشر محمد اشرف غني، درنو همکارانو!

آغلو، ښاغلو او ملګرو!

ډېر خوشحاله يم، چې  د افغانستان مسئلې په اړه د اسيا زړه ـ استانبول بهير د خارجه وزيرانو په نهمه غونډه کې ګډون کوم . زه تر هرڅه لومړی له تاجکستان او افغانستان څخه مننه کوم، چې د دې غونډې د رئيسه هېوادونو په توګه يې چمتوالی نيولی دی. ځيني همکاران او استازي د کرونا وبا او ځينو نورو لاملونو له امله  په دغې غونډې کې فزيکې ګډون نه لري، خو زه باور لرم چې بېلابېلې خواوې د افغان سولې او روغې جوړې بهير د هڅولو لپاره ټينګه اراده او هوډ لري. هيله ده چې دغه غونډه بريالۍ شي او مثبتې پايلې ولري.

سږکال د افغانستان مسئلې په اړه د اسيا زړه ـ استانبول بهير د پېلېدو ۱۰ مه کليزه ده. دغه څو اړخيز همکاريز ميکانيزم له تېرو لسو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې او بېلابېلو غاړو تر ملاتړ لاندې د افغانستان او سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره رغنده رول لوبولی دی. اوس د افغان سولې او روغې جوړې بهير مهم پړاو ته داخل شوی او د افغانستان مسئلې د حل لپاره ارزښتناک تاريخي فرصت رامنځته شوی دی.  د روانې غونډې اصلي موضوع د سولې او پرمختګ په اړه د اجماع رابلل دي او دا ګام پر وخت پورته شوی او ډېر اهميت لري.  اوسمهال تر ټولو بېړنۍ دنده د سولې راوستل دي او دا د پرمختګ مخکښ شرط دی. د  پرمختګ پلان د اوږمهاله راتلونکي لپاره ډېر مهم دی او د سولې تضمين برابروي.

د اسيا زړه ـ استانبول بهير کې د افغانستان ټول ګاونډيان، د سيمې مهم هېوادونه او څو نړيوال ملاتړ کوونکي  برخه لري. په نويو حالاتو کې دغه بهير د سولې او پرمختګ په پرمخبيولو او د ګډو نظريو په راغونډولو کې ډېر مهم رول لوبوي. چين هيله لري چې مختلفې خواوې په  ۳ برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او ګډې هڅې وکړي.

يو، بين الافغاني مذاکراتو ته بايد پرمختګ ورکړل شي. اړوندې خواوې بايد په مسؤلانه توګه د باور فضا رامنځته کړي، زغم دې وساتي او د صميمانه خبرو اترو له لارې دې تلپاتې سوله قايمه کړي. نړيوال ملاتړ کوونکي بايد د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې اصول مراعات کړي، له شخصي ګټو پرته دې عدالت په پام کې ونيسي او د افغانستان د سولې بهير دې مثبت لوري ته سوق کړي.

دوه، بېلا بېلې خواوې بايد د افغانستان د بيا رغونې او پرمختګ خوځنده ځواک پياوړی کړي.

 مختلفې خواوې بايد له افغانستان سره د پرمختيايي وړتيا په پار مرستې وکړي، څو دغه هېواد د سيمې په اقتصادي پرمختګ کې شامل شي او د اسيا په مرکزي سيمه کې د ترانسپورټي تګ راتګ مهمه څلورلاره او د اقتصادي همکارۍ پل وګرځي. اوس د چين او افغانستان ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يادښت د پلې کېدو په حال کې دی. چين له افغانستان سره سلګونه ميليونه يوانه مرستې کړې دي. د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې يې  له افغانستان سره د وبا ضد وسايلو او خوراکي توکو څو جوپې مرسته کړي او نورې مرستې به هم ورسره  وکړي. چين به د چين، افغانستان او د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پيوستون په اړه د بهرنيو چارو مرستيال وزيرانو غونډې کوربتوب ته دوام ورکړي او افغانانو ته به لا زيات پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.

درې، اړوند خواوې دې له افغانستان  سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پياوړې کړي. ترهګرۍ ضد مبارزه بايد دوه ګونې معيارونه ونه لري.  مختلفې خواوې بايد لاسونه سره يو کړي، د القاعدې، داعش او د ختيځ اسلامي غورځنګ په شمول د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته دې زور ورکړي.  بهرني ځواکونه بايد په مسؤلانه او منظمه توګه له افغانستانه ووځي او د ترهګرۍ د بيا رپورته کېدو مخنيوی دې وکړي. چين هيله لري، چې له اړوندو خواوو سره په دې اړه هماهنګي او همکارۍ پياوړې کړي.

چين د افغانستان دوست ګاونډی دی . موږ به په ټول توان د افغان سولې او روغې جوړې بهير لپاره د ملاتړ کوونکي، منځګړي او اسانتيا برابروونکي په توګه خپل رول ته دوام ورکړو او د دې بهير له بېلابېلو خواوو او نړيوالې ټولنې سره به په ګډه هڅې وکړو، څو د سولې لمريزې وړانګې ډېر ژر د افغانستان ګوټ ګوټ ته رڼا ورکړي، ټول افغانان د پرمختګ له ګټو څخه ژر برخمن شي او ښه راتلونکی ولري.

مننه!

Previous Post

هرات کې د طالبانو په برید او ماین چاودنه کې شپږ پولیس وژل شوي

Next Post

نړیوال بانک زده کړو ته؛ د افغان ماشومانو د لاسرسي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نړیوال بانک زده کړو ته؛ د افغان ماشومانو د لاسرسي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کړې

نړیوال بانک زده کړو ته؛ د افغان ماشومانو د لاسرسي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګوترېش په غزه کې د سمدستي اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی

ګوترېش په غزه کې د سمدستي اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی

مارچ 24, 2024
څېرې خپرونه/ نصرت فتح علي خان

څېرې خپرونه/ نصرت فتح علي خان

جون 22, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved