د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي. هغه له هندي چارواکو غوښتي، چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیاوو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، څو د دواړو هېوادونو سوداګري نوره هم پراخه شي. د هندي رسنیو د راپور له مخې، متقي د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له فدراسیون سره په ګډه غونډه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی او اوس د پانګونې او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی. په همدې حال کې هندي پانګهوالو د ویزو، ټرانزیټ او سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.












