د افغانستان بانک وايي، خلکو ته د اسانتیا په موخه یې خپله یوه څانګه په کابل کې د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې پرانیستې، څو د پاسپورټ ټولې چارې په یوه ودانۍ کې ترسره شي. د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک خلکو ته د غوره او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپله اوومه ښاري څانګه د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې فعاله کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. سرچینې ليکلي، له دې مخکې خلک اړ وو چې د پاسپورټ تعرفې تحویلولو لپاره د پاسپورټ له ریاست د باندې د افغانستان بانک نماینده ګیو ته مراجعه وکړي، خو له دې سره به د پاسپورټ ټولې چارې په يوه ودانۍ کې بشپږېږي. د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد د يادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال ویلي، د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خلکو لپاره غوره او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي او د دې څانګې له فعالېدو سره به د هغو هېوادوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي چې غواړي پاسپورټونه ترلاسه کړي. د هغه د معلوماتو له مخې ، د افغانستان بانک دغه نوې څانګه ۱۵ غرفې لري چې لس یې د نارينه او پنځه يې د ښځينه مراجعینو لپاره ځانګړې شوې دي.












