چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د افغانستان جلغوزو په نوي کال کې چینایانو ته نور خوندونه ورکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 28, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د افغانستان جلغوزو په نوي کال کې چینایانو ته نور خوندونه ورکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین دودیز پسرلنی اختر د چیني کورنیو د غړو د یو ځای کېدو وخت دی او له خوراکونو څخه د خوندونو اخیستلو شېبه هم ده. اوس ډېر زیات وارداتي توکي د پسرلني اختر په درشل کې د چین بازار ته ننوتلي او یو پرانیستي چین نړۍ ته نور زیات فرصتونه برابر کړي دي.
وچې مېوې د چینایانو ډېرې خوښېږي. د افغانستان خوندور جلغوزي په دې وروستیو کلونو کې د چینایانو ډېر خوښ شوي او پراخ هرکلی یې ترې کړی دی.
افغان حامد نظری د جلغوزیو سوداګر او د یو شرکت خاوند دی. هغه وویل، دوی د چین بازار ته ډېره پاملرنه کوي. د چین پسرلني اختر دوی ته ګټور فرصتونه برابر کړي، د جلغوزیو په شمول وچې مېوې ډېرې پلورل شوي دي.
د حامد شرکت په کندهار کې دی او هغه له اوږدې مودې راهیسې له چین سره سوداګري کړې. هغه د چین په شینجیانګ کې هم مغازې پرانیستلې او د چین د کلتور او هنر په اړه مالومات لري. هغه وویل، د افغانانو او چینایانو ترمنځ یو ورته ټکی دا دی، چې د مېلمانو د هرکلي لپاره هغوی ته وچې مېوې اېږدي. دغه راز د اخترونو او نورو فیستوالو په درشل کې وچې مېوې تل د مېز پر سر باندې وي. خو په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله، زیاتره کورنۍ د وچې مېوې اخیستلو توان نه لري، نو ډېرې وچې مېوې نورو هېوادونو ته صادرېږي. چین د افغانستان ګاونډی دی او لوی بازار لري، نو چین د دوی لومړی انتخاب دی.
حامد وویل، زموږ ۸۰ سلنه جلغوزي چین ته صادرېږي. چین زموږ لپاره تر ټولو مهم نړیوال بازار دی او ډېر ګټور فرصتونه دلته شته. د چین په لوی بازار کې نه یوازې له جلغوزيو، بلکې د زغفرانو او بادامو په شمول له نورو زراعتي تولیداتو هم ډېر هرکلي کېږي.
د افغانستان جلغوزي په ټوله نړۍ کې شهرت لري، کلنۍ تولیدي اندازه يې کابو شل زره ټنه ده او د صادراتو کلنی ارزښت يې ۸۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو ته رسېږي او کابو يو لک افغانانو اړوند کارونه پيدا کړي ديدغه راز د جلغوزیو صنعت د افغانستان د مالي عایداتو مهمه او د زیاتو افغان بزګرانو د عاید یوازنۍ سرچینه ده.
حامد زیاته کړه ، چې هغه تېر کال د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او د دغه نندارتون په بهیر کې د نندارچیانو له خوا د افغانستان د جلغوزیو پراخ هرکلی شوی. هغه هیله وښودله، چې سږ کال به د جلغوزیو کاروبار نور ښه شي.
چین د تېر کال په پای کې د کرونا وبا ضد تګلارې تنظیم کړې او نرم تدبیرونه يې غوره کړل. حامد وویل، چې سږ کال ښايي یو ګټور فرصت رامنځ ته شي. په چيني بازار کې زموږ له تولیداتو پراخ هرکلي کېږي. په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله زموږ کاروبار لږ کمزوری و، نو هیله لرو چې سږ کال چین ته د جلغوزیو صادرات د پخوانیو کلونو په نسبت نور زیات شي.
حامد وویل، چین په دې وروستیو کلونو کې خپل هېواد ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. چین په ۲۰۱۸م کال کې له افغانستان سره د جلغوزیو د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ او په همدې کال کې د جلغوزیو هوايي دهلېز پرانیستل شو، چې له افغانستان څخه جلغوزي په مستقیمه توګه چین ته لیږي. په دې توګه د جلغوزیو د حمل و نقل لګښت ډېر کم شوی او افغان بزګرو او چیني مشتریانو ته رښتینې ګټې رسېدلې دي. د افغانستان لنډمهالي حکومت په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېد او له چین سره يې د جلغوزیو سوداګریز تړون بیا لاسلیک کړی. په همدې کال کې چین ته په لومړي ځل ۴۵ ټنه جلغوزي صادر شول.
لکه ډېرو افغان دوستانو چې ویلي، چین د افغانستان ښه ګاونډ دی او یوازینی لوی هېواد دی، چې افغانستان ته يې زیان نه دی رسولی. په چین کې د افغان جلغوزيو تود او پراخ هرکلی کېږي او له دې نه د افغانانو او چینایانو ترمنځ ژوره دوستي ښکاري.
Previous Post

د دولتي جایدادونو له درکه ۲۵۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

Next Post

شي جين پينګ د نوې پاپواګينې مشر بوب دادای ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د نوې پاپواګينې مشر بوب دادای ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی

ملګري ملتونه: د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی

نوومبر 19, 2022
ترکیه کې یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي

ترکیه کې یو شمېر افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي

اپریل 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ