چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان په شمال کې لا هم “په خپل سر” کانونه کېندل کېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان په شمال کې لا هم “په خپل سر” کانونه کېندل کېږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نجیب الله پاڅون –

ډېره برخه سکاره د سمنګان د دره صوف بالا سيمې له کانونو ایستل کېږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان په شمال کې د سکرو تصدي وايي، لا هم دغلته سلګونه کسان پخپل سر د کانونو پر کېندلو بوخت دي. د چارواکو په خبره، ځینې کانونه د طالبانو او زورواکو په لاس کې دي او هلته د کان کېندونکو خوندیتوب ته هم پام نه کېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان په شمال کې هغه کانونه د خطرناکو سیمو په توګه یادوي، چې په خپل سر کېندل کېږي او کاریګر یې د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

په سمنګان کې د ډبرو سکرو کان او د کاریګرو وضعیت:

د ډبرو سکرو ډېره برخه د سمنګان د دره صوف بالا سيمې له کانونو ایستل کېږي.

له کانونو بیا د مزارشریف په ختيځ کې د سکرو لوی سرای ته وړل کېږي. هلته هره ورځ د سکرو سلګونه ګاډي خالي کېږي چې وروسته يې ډېره برخه پاکستان ته وړل کېږي.

خو دا سکاره دومره په اسانه نشي را ایستل کېدای، کله خو ان د کان کېدونکو ژوند ته د پای ټکی ږدي.

پخوانی کان کېدونکی حسن په کانونو کې د کاریګرو د وضعیت په اړه وايي: «که چېرته یو کس د سکرو کان ته لاړ شي او د کاریګرو وضعیت وګوري، نو وبه ژاړي. په هغو کانونو کې چې کاریګر کار کوي، که تاسو ته وویل شي چې یو لک افغانۍ درکوو لاړ شئ، نو وبه یې نه منئ.»

خو دا سکاره دومره په اسانه نشي را ایستل کېدای، کله خو ان د کان کېدونکو ژوند ته د پای ټکی ږدي.

د ډایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکې ګوهرشاد بیا وايي، د تره زامنو په ګډون یې د همدې کلي څو تنه کاریګر په شمال کې د سکرو په کانونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هغو کاریګرو د مړینې کره شمېر نه دی ورمالوم چې پخپل سر کانونه کېندي.

خو د ډایکنډي یو قومي مشر سردار علي بیا وايي، هر کال د دغه ولایت نږدې ۲۰۰ تنه اوسېدونکي په شمال کې د سکرو په کانونو کې ټپیان او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د ډېرو کسانو مرګ ژوبله پټه پاتې کېږي.

بېکاري او بې وزلي د دې لامل شوې چې ځينې کارګران له خطرونو سره سره په دا ډول کانونو کې کار وکړي.

نږدې دوې میاشتې وړاندې د سمنګان په شباشک سکرو کان کې د یوې چاودنې له امله شاوخوا ۱۶ کاریګر ووژل شول.

د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغې پېښې اصلي لامل یو سیمه ییز زورواکی دی. دوی وايي، نوموړي ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی و چې په دې سیمه کې مېتان ګاز شته او خطر پېښولی شي. خو بیا یې هم په خپل سر کیندنې کولې.

د دغه ولایت د پولیسو په خبره، د پېښې عامل کس اوس تر عدلي او قضايي څار لاندې دی.

په افغانستان کې د سکرو کانونه او خپل سرې کېندنې

نږدې دوې میاشتې وړاندې د سمنګان په شباشک سکرو کان کې د یوې چاودنې له امله شاوخوا ۱۶ کاریګر ووژل شول.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د سمنګان په شباشک سکرو کان کې د یوې چاودنې له امله شاوخوا ۱۶ کاریګر ووژل شول.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د سکرو نږدې ۴۰۰ کانونه پېژندل شوي چې په خپل سر کېندل کېږي.

د رسمي معلوماتو له مخې، یوازې د سمنګان سکرو کان په ۵۰۰ سمڅو کې په خپل سر کېندنې روانې دي.

د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په خبره، په وروستیو کلونو کې د کانونو د خوندیتوب کمېټې په ننګرهار، بدخشان، کندهار، هلمند، پکتیا او پروان کې د دغو خپل سرو کېندنو مخه نیولې او په شمال کې هم دا هڅې روانې دي.

چارواکي او کاریګر دواړه وايي، په هغو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته یو څه پام کېږي چې په قانوني توګه کېندل کېږي.

د کانونو وزارت په خبره، د هغو کانونو مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې چې د خپلو کاریګرو خوندیتوب ته پام وکړي او د بيمې اسانتیا یې هم ورته برابره کړې.

Previous Post

مایکروسافټ خپل دوه مخ‌پاڼې لرونکی موبایل معرفي کړ

Next Post

محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي

محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د هند د الوتکې د لوېدو له امله د بریتانیا پاچا ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه

شي جين پينګ د هند د الوتکې د لوېدو له امله د بریتانیا پاچا ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه

جون 13, 2025
غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

غلاوو او چاودنو پلازمېنه کابل د وېرې او وحشت په ښار بدل کړی

اگست 23, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ