چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2020
in افغانستان
0
محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پاکستان د خپلو دوه مخو لوبو په دوام اوس وایي چې هند د افغان سولې په برخه کې خنډونه جوړوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې پاکستان د افغان سولې لپاره هڅه کوي، خو هند په دې لار کې خنډونه جوړوي. بلخوا پاکستان بیا تازه د طالبانو لوړپوړي مشران په تور لېست کې شامل کړي چې شنونکي یې د سولې په لار کې د خنډ جوړولو په مانا بولي. له دې سره هممهاله د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی او وايي چې د سفر موخه یې افغان سوله ده.

پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی ګڼل کېږي چې دلته په روان ۴۰ کلن ناورین کې ښکېل دی او په مستقیمه توګه یې د جګړو په دوام کې ونډه اخیستې ده. اوس تازه ځان د افغان سولې همکار بولي، خو په عمل کې داسې اقدامات کوي چې له سولې سره په ټکر کې ګڼل کېږي. پاکستان داسې مهال چې د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي، طالب مشران تر بندیزونو راوستي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د طالبانو دوه مهم مشران ملا برادر او سراج الدین حقاني له دې وروسته پاکستان ته سفر نه شي کولی او په پاکستان کې یې ټولې شتمنۍ کنګل دي. د چارو شنونکي د پاکستان دغه کار د سولې په لار کې په ښکاره توګه د خنډ جوړولو په مانا بولي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اوس بیا پاکستان هڅه کوي د خپل بام واورې پر بل واچوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې هند د افغانستان د سولې په پروسه کې خنډونه جوړوي. نوموړي په دې اړه نور هېڅ وضاحت نه دی ورکړی چې هند په دې لار کې کوم خنډ جوړ کړی دی. قریشي په یوه خبري غونډه کې وویل چې دوی د افغانستان د سولې پروسې ته ژمن دي او په دې برخه کې همکاري کوي، خو هند په دې لار کې د خنډونو جوړولو ته ادامه ورکړې ده. د ده په وینا: ((د سولې په برخه کې زموږ رول ټوله نړۍ ستایي. موږ د سولې لپاره ډېره هڅه کوو، خو هند اوس هڅه کوي چې دغه پروسه له خنډ سره مخ شي)).

محمود قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو یو پلاوی له بندیزونو سره سره له قطر اسلام اباد ته تللی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی یې د سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته وربللی دی. ملا برادر پر ده د بندیزونو له وضع کېدو یوازې یوه ورځ وروسته پاکستان ته تللی دی او دا مسئله ټولو نړیوالو رسنیو ته د حیرانتیا وړ ده.

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وایي چې دا بندیزونه مخکې هم پر طالبانو وو، خو د سولې هوکړې له لاسلیک سره یو څه نرم شوي وو. نوموړی وايي چې له پاکستان سره به د سولې په تړاو د دوی تګ راتګ دوام لري، خو په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله سفرونه ځنډېدلي وو. طالبان بیا د خپل سفر موخه صرف د افغان کډوالو په اړه خبرې، بین الافغاني مذاکراتو په تړاو بحثونه او ځینې نور مسایل ښيي.

طالب پلاوي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی دی چې په افغانستان کې یې جګړې شدیدې کړې دي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي. دوی د پاکستان حکومت په رسمیت پېژني، خو افغان حکومت ته د امریکا د لاسپوڅي په سترګه ګوري. بلخوا نړیوالې رسنۍ بیا وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښايي منځني ختیځ او خلیج هېوادونو ته د سفر په لړ کې قطر ته هم لاړ شي او له طالب استازو سره وګوري. په دې اړه دقیق راپورونه نه دي خپاره شوي.

افغان سوله په ظاهره توګه د پاکستان له لوري منحصره شوې ښکاري او پرون هم د چارو یو شمېر شنونکو مسیر ورځپاڼې ته ویلي وو چې دغه هېواد غواړي له افغان سولې د خپلو ګټو د تامین لپاره ګټه پورته کړي.

Tags: Top
Previous Post

د افغانستان په شمال کې لا هم “په خپل سر” کانونه کېندل کېږي

Next Post

د امنیتي ځواکونو له حیثیت سره لوبې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سولې په پروسه کې درې اصلي خنډونه

د امنیتي ځواکونو له حیثیت سره لوبې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اندونیزیا کې سیلابونه: د وژل شوو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی

اندونیزیا کې سیلابونه: د وژل شوو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی

اپریل 5, 2021
متقي: پر تېر حکومت مو د ازبکستان پور خلاص کړی دی

متقي: پر تېر حکومت مو د ازبکستان پور خلاص کړی دی

اگست 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved