چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د امنیتي ځواکونو له حیثیت سره لوبې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2020
in تبصرې
0
د سولې په پروسه کې درې اصلي خنډونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ځانګړو امنیتي ځواکونو وړمه شپه په پنجشیر کې د کرام الدین کریم د نیولو هڅه کړې ده، خو هڅه یې ناکامه شوې ده. ویل شوي چې د ځمکې او هوا له لارې ځانګړو ځواکونو پر جنسي ځورونو د تورن کرام الدین کریم د نیونې هڅه وکړه، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول او د کریم په نیولو بریالي نه شول. آن دا هم ویل شوي چې خلکو ځانګړي ځواکونه بې وسلې کړي هم دي، هغه څه چې چارواکو تر اوسه نه دي تایید کړي. په کابل کې چارواکي غلي دي، خو د پنجشیر چارواکي تاییدوي چې دا عملیات ناکام شوي.  د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د مالي او اخلاقي فساد په تور تر عدلي تعقیب لاندې دی، چې له اوږده وخت راهیسې په پنجشیر کې اوسیږي او هلته یې امنیتي ځواکونه په نیولو نه بریالي کېږي.

د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو کارول او هغه هم بیا ناکام عملیات، د حکومت، حاکمیت او د امنیتي ځواکونو لپاره بدې پایلې لري. لومړی خو پکار وه چې دا ستونزه په ارامۍ حل شوې وی او که بیا عملیاتو ته اړتیا وی، نو پکار وه چې ځانګړي ځواکونه نه وی پکې کارول شوي. که ځانګړو ځواکونو ته هم اړتیا وی، نو بیا باید په هر قیمت چې وی، تورن نیول شوی وای. اوس چې له اوږده ځنډ وروسته دا عملیات شوي او ځانګړي ځواکونه پکې کارول شوي او بریالي شوي هم نه دي، نو دا څو منفي پایلې لري:

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

لومړی: له بده مرغه حکومت نشي کولی چې په ټولو مجرمینو او تورنو قانون یو ډول عملي کړي. له همدې امله ځینې واړه مجرمین په بند کې دي او ځينې لوی لا هم ازاد ګرځي.

دویم: حکومت نشي کولی چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې قانون یو ډول عملي کړي. د حکومت د کمزورو کړنو له امله د هېواد یوه سیمه اوس د مجرمینو او تورنو لپاره په خوندي سیمه بدله شوې ده. له دې وروسته به نور کسان هم جرمونه کوي او بیا به له قانون څخه د خلاصون لپاره دې سیمې یا بلې داسې سیمې ته پناه ور وړي. په دې سره د ملي حاکمیت نقض هم رامنځ ته کېږي چې دا لوی تاوان دی.

درېیم: په دغو ناکامو عملیاتو سره د امنیتي ځواکونو په اړه په ځانګړي ډول د ځانګړو ځواکونو په اړه منفي ذهنیت رامنځ ته کېږي. زموږ امنیتي ځواکونه نشي کولی چې یو مجرم ونیسي او بیا د ځمکې او هوا له لارې عملیات کوي، خو نه بریالي کېږي. که خبره د خلکو لخوا د مقاومت او مزاحمت وي، بیا هم د توجیه وړ نه ده، ځکه چې عملیات باید داسې پلان او پټ وساتل شي، څو دا ډول ستونزې رامنځ ته نه شي. له همدې امله حکومت په دغو ناکامو کړنو سره د امنیتي ځواکونو په اړه یو منفي تصویر ورکوي.

حکومتي چارواکو ته پکار ده چې نور دا ډول خامې لوبې پرېږدي، قانون باید پر ټولو خلکو او ټولو سیمو کې یو ډول عملي شي. هېڅوک او ځای باید د قانون له واکمنۍ بهر نه وي. امنیتي ځواکونه باید په داسې حالتونو کې پرېکنده عمل وکړي او د یو پیاوړي ځواک تصویر خلکو ته وړاندې کړي.

Previous Post

محمود قریشي: موږ له افغان سولې سره همکار یو، خو هند خنډونه جوړوي

Next Post

خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ

خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

اگست 2, 2026

په چين کې د برېښنايي سوداګرۍ ۱۶ نوي دولتي مرکزونه ټاکل شوي

سپتمبر 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved