د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي غړي وایي بین الافغاني مذاکرات نوي پړاو ته دننه شوي دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي دا ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي بین الافغاني مذاکرات له خنډونو سره مخ دي. د نوموړې په وینا په دې ورځو کې مذاکرات او د دواړو پلاوو ترمنځ خبرې نوي پړاو ته داخلې شوې دي او د پرمختګونو هیلې ډېرې دي. کوفي وایي ژر به د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د هوکړې پر هغه مواردو خبرې وشي چې په اړه یې اندېښنې موجودې دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر کړنلاره هوکړې ته رسېدلي دي، خو ځينې سرچینې وایي چې ولسمشر غني له دې اقدام سره مخالفت څرګند کړی دی. طالبانو هم تایید کړې ده چې مذاکراتي پلاوي پر تګلاره هوکړې ته سره رسېدلي دي.












