چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغان ځوانانو راتلونکې ته د هیله بښونکو اقداماتو اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 8, 2024
in تبصرې
0
هند دې د افغانستان په تړاو پر خپله بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

افغانستان د اوږدې مودې جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی. په دې جریان کې، افغان ځوانانانو تر ټولو زیات زیان لیدلی. د نا هیلی، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله، ډېر ځوانان په خپل هیواد کې د ښه راتلونکي په اړه بې باوره شوي دي. دا مساله نه یوازې د ځوانانو راتلونکی زیانمنوي، بلکې د هیواد پرمختګ او ثبات هم له خطر سره مخ کوي.
لومړی، د اوږدې مودې جګړې او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله، افغانستان په ګڼو برخو کې پرمختګ نه دی کړی. دا جګړو نه یوازې فزیکي زیانونه اړولي، بلکې د افغانانو روح او روان یې هم زیانمن کړی دی. دوهم، اقتصادي ستونزې او بې‌کارۍ په هیواد کې خورا لوړې شوې دي. ډېری ځوانان دندې نه مومي او د خپل ژوند بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولی. درېیم، تعلیمي نظام په تېرو څو کلونو کې ټکنی شوی دی. ښوونځي او پوهنتونونه په منظمه توګه فعالیت نه کوي او زده‌کړې ته لازمه پاملرنه نه کېږي. څلورم، پرله پسې تیرو څو کلونوکې د فساد کچه لوړه ده، چې دا وضعیت د ځوانانو د هڅونې او امید زیاتولو پر ځای، د هغوی نا هیلۍ زیاتوي.
په وروستي کانکور کې د ځوانانو د کم ګډون عوامل ګڼ دي. لومړی، د تعلیمي سیستم کمزورتیا او د ځینو تعلیمي بنسټونو تړل کېدو د ځوانانو د زده‌کړو پروسه ټکنی کړې ده. دوهم، د اقتصادي ستونزو له امله ځوانان مجبوره دي چې د زده‌کړو پر ځای د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي. درېیم، د نا هیلی او بې‌باورۍ له امله، ځوانان په کانکور کې ګډون کولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه چې دوی باور نه لري چې په پایله کې به ښه راتلونکی ولري.
د ډېری ځوانانو لپاره، په خپل هیواد کې د ښه راتلونکي په اړه بې‌باوري او نا هیلي د دې لامل شوې چې دوی غواړي له هیواد څخه بهر نورو هیوادونو ته لاړ شي. هغوی باور لري چې په بهرنیو هیوادونو کې به د ښه تعلیم، دندو او ژوند شرایطو سره مخ شي. دې وضعیت نه یوازې ځوانان له خپلو کورنیو څخه بېل کړي، بلکې هیواد هم د ځوانانو له وړتیاوو څخه بې برخې شوی دی.
افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې د ځوانانو د نا هیلیو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. لومړی، باید د تعلیمي نظام د اصلاح لپاره هڅې وشي. ښوونځي او پوهنتونونه باید په منظمه توګه فعالیت وکړي او زده‌کړو ته لازمه پاملرنه وشي. دوهم، باید د اقتصادي پرمختګ لپاره پروژې پیل شي ترڅو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر شي. درېیم، باید د فساد مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي. څلورم، حکومت باید د ځوانانو هڅونې لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي او هغوی ته د ښه راتلونکي هیله ورکړي.
افغان ځوانان د هیواد راتلونکی دی. که چېرې حکومت د ځوانانو نا هیلیو او ستونزو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو نه یوازې ځوانان به زیانمن شي، بلکې د هیواد پرمختګ او ثبات هم له خطر سره مخ کېږي. د ځوانانو د ښه راتلونکي لپاره، حکومت باید جدي او موثره ګامونه پورته کړي، ترڅو ځوانان په خپل هیواد کې پاتې شي، د هیواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او خپلو کورنیو ته د ژوند ښه امکانات برابر کړي. په پایله کې دا د حکومت مسوولیت دی چې ځوانان له نا هیلی وژغوري او په ښه راتلونکي یې باوري کړي.

Previous Post

کندهار کې د سنګ حصار سړک د رغولو چارې پیل شوې

Next Post

کندهار کې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کندهار کې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کندهار کې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون او د اروپايي ټولنې کمېټې له رئيسې اورسوله ون درلين سره درې اړخيزه ناسته وکړه

مې 7, 2024
مودي د ډېرو څوکیو په ترلاسه کولو د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

مودي د ډېرو څوکیو په ترلاسه کولو د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

جون 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved