چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د اقليمي بدلون حل؛ ستا، زما او د هغه ګډو هڅو ته اړتيا لري

ليکوال: شي مونګ/ ژباړنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د تېرو غمونو تاثير دی چې اوسني ژوند ته په مينه ګورو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او افغانستان د مشرانو په ګډون، د ډېرو هېوادونو مشرانو د روانې مياشتې په ۱۲مه د اقليمي بدلون د لوړې ارزو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی و. داسې ښکاري چې دغه غونډه ډېر مهم ارزښت لري. عام خلک ښايي د اقليمي بدلون لويې موضوع ته ډېر متوجه نه وي، خو سږکال د کوويډ-۱۹ وبا د رامنځ ته کېدو له امله هر کس اړ شوی،  چې له طبيعت سره د انسانانو اړيکو ته بيا کتنه وکړي. انسانان په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې ټول ګډ برخليک لري، نو اقليمي بدلون هم پر تا، ما او هغه يانې پر هر کس اغېز کوي او حل يې زموږ ګډو هڅو ته اړتيا لري.

په نړۍ کې د اقليمي بدلون په اړه علمي څېړنې لاهم روانې دي، دغه څېړنې په يو اوږدمهال او پېچلي بهير کې تر سره کيږي. اقليمي بدلون په دريو برخو کې احساسيږي:

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لومړی؛ په نړۍ کې د هوا تودخه لوړه شوې ده. دویم؛ د تېزابو باران اورېدلی. درېيم؛ د اوزون پوړ ويجاړ شوی دی.

 په دغو دريو برخو کې د هوا تودوخې لوړتيا د انسانانو پر ژوند  تر ټولو زياتې بدې اغېزې کړې دي. د بېلګې په توګه، د يخ کنګلونه ويلې شوي، سمندري سطحه لوړه شوې، ځينو سيمو کې وچکالي او  ځينو کې سېلابونه رامنځ ته کيږي او د غلودانو حاصلات هم  کم شوي دي. نږدې دوو سوو هيوادونو چې مخکې يې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون  لاسليک کړی و، د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د يادو ستونزو د حل په موخه په پاريس کې يوه غونډه تر سره کړه او يو نوی تړون يې پکې لاسليک کړ، چې اوس د پاريس تړون په نوم ياديږي. دغه تړون له کيوټو پروتوکول وروسته، د اقليمي بدلون دویمه قانوني بڼه لرونکی تړون دی او له ۲۰۲۰ کال وروسته له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې لپاره لارښوونه پکې شوې ده. نړيوالې ټولنې د اقليمي بدلون مخنيوی  يو بېړنی کار بللی او پر دې باور ده، چې دغه کار د بېلابېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري، نو ځکه يې له دغه  تړون څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مياشتې په ۱۲مه د اقليمي بدلون په اړه د لوړې ارزو سرمشريزې غونډې ته په وينا کې وويل، د اقليمي بدلون له درکه افغانستان يو له اغېزمنو هېوادونو دی، پر دې سربېره، په دغه هېواد کې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده، چې په افغانستان کې د وچکاليو، سېلابونو او نورو ناورينونو سبب ګرځېدلی شي.  په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې د افغانستان  پر انرژۍ  او سرچينو هيڅ پانګونه نه ده شوې، په پلازمېنې کابل کې برېښنا ته د خلکو اړتيا لا هم نه ده پوره شوې، خو په حقيقت کې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ د پرمختګ په برخه کې پراخ ظرفيت شته او ۳۰۰ زره ميګاواټه برېښنا د لمر، اوبو او باد څخه  توليدېدلی شي، نوموړي هيله وښوده چې نړيواله ټولنه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی، خو د يوه مسوولانه منونکي هېواد په توګه د اقليمي بدلون او داسې نورو لویو نړيوالو موضوعاتو په برخه کې خپل مسووليت ته ژمن دی. د چين رهبر شي جين پينګ په ياده غونډه کې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د خپل هېواد وړانديزونه بيان کړل او ځینې اقدامات يې اعلان کړل. نوموړي په خپله وينا کې پر ګډې همکارۍ، مشترکو خو توپير لرونکو دندو او شين ژوند تاکيد وکړ او ويې ويل، چې چين د اقليمي بدلون پر ضد د پاريس تړون د لاسليک لپاره مهم خدمتونه کړي او د دغه تړون فعال عملي کوونکی هم دی. چين به تر ۲۰۳۰ کال پورې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت په اړوند د کاربن دوه اکسايد د ايستنې منځنۍ اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۶۵ سلنه کمه کړي، د غير نفتي انرژۍ د استعمال اندازه به د دوباره نه کارېدونکو انرژيو د لګښتونو په اندازه کې ۲۵ سلنه برخه ونيسي، د ځنګلونو د زېرمې اندازه به يې د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۶ ميليارده متره مکعب زياته شي او د بادي او لمريزې انرژۍ په وسيله د توربينونو توليد د ظرفيت اندازه به يې تر يو ميليارد او دوه سوه ميليونه ميګاواټه زياته شي.

ځمکنۍ کره زموږ ګډ او يوازينی کور دی او اقليمي بدلون پر تا، ما او هغه يانې پر  هر کس بد اغېز کوي. موږ اوس له کوويډ-۱۹ وبا، اقليمي بدلون او داسې نورو نړيوالو ننګونو سره مخامخ يوو، نو دغه کارونه چې حل يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړوي، تر ټولو لازم او بيړني ښکاري. چين به له افغانستان او نورو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، څو له اقليمي بدلون سره په نړيواله مقابله کې نوی پرمختګ وموندل شي.

Previous Post

طالبان: که بایډن خپل پوځیان؛ ونه باسي پر نړیوالو ځواکونو بریدونه بېرته پیلوو

Next Post

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۲۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هېواد کې د کرونا وبا ۷۳ تازه پېښې ثبت شوې دي

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۲۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په بلخ کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ ګډ فورم جوړ شو

په بلخ کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ ګډ فورم جوړ شو

مارچ 31, 2026
هېواد کې د کرونا وبا ۱۹۲ تازه پېښې ثبت شوې دي

هېواد کې د کرونا وبا ۱۹۲ تازه پېښې ثبت شوې دي

جولای 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved