امریکا پر کابل د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره سلګونه سرتېري پرېږدي. ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا په کابل کې د ترکي ځواکونو په یوه نظامي اډه کې سلګونه سرتېري پرېږدي څو پر کابل د طالبانو د برید په صورت کې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي. سرچینه کاږي امریکا په دې اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه ترکیې له دغه پرېکړې سره موافقه نه ده کړې. دا سرتېري به همدا راز د امریکایي سفارت د ساتنې مسوولیت هم لري. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د دوحې له هوکړې سره سم باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د سولې خبرې دې پایلې ته ورسول شي او افغانستان کې باید تاوتریخوالی کم کړل شي، خو روان وضعیت د کړکېچن کېدو لور ته روان دی او عامو افغانانو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.












