امریکا وایي د افغانستان په تړاو ټول انتخابونه ددوی پر وړاندې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي دوی له ټولو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او ددې موخې لپاره به ټول انتخابونه ازمويي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې افغان چارواکو ته د انتوني بلینکن لیک نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی خو ټینګار یې کړی چې دوی تر مې میاشتې وروسته د سرتېرو پر حضور تر دې دمه هوکړه نه ده کړې. سرچینې ویلي چې امریکا د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې ده او هڅه کوي د سولې روان بهیر ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.











