امریکا وایي د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګونه ممکن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پراېس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خلیلزاد به د څه مودې لپاره په دوحه کې وي او هڅه به وکړي چې د سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي او د امریکا ستره موخه دا ده چې ټول اړخونه رغنده مشارکت ته وهڅوي. د نېډ په وینا د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ شونی دی او په خبره یې هېڅ لوری به په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات لپاره خپلې هڅې و نه سپموي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې خلیلزاد دمګړی د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت دی او ټاکل شوې چې له بېلو اړخونو سره پر افغان سوله خبرې اترې ولري.











