د امریکا د هوايي ځواک یو جګپوړی افسر د ایران د جګړې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تګلارې د نیوکې او د هغه پر ضد د څرګندونو له امله له پوځي تورونو سره مخ شوی دی. د «سيبياېس» د راپور له مخې، ۴۰ کلن جګړن جېسن واټسن په وروستیو اونیو کې دوه ځله نیول شوی دی. د امریکا هوايي ځواک تایید کړې چې واټسن د «پوځي عدالت قانون» د ۸۸مې مادې د درې سرغړونو په ګډون، د امرونو د نه منلو او د افسر له مقام سره د نامناسب چلند په تورونو تورن شوی دی. د امریکا هوايي ځواک ویلي، واټسن به د محکمې تر جوړېدو پورې په توقیف کې پاتې شي.














