د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۰مه د «طلايي ګنبد» په نوم د دغه هېواد د توغندیو ضد سیستم د پرمختیا د پلان خبر ورکړ.
ده ویلي چې د دې سیستم په پرمختیا به ۱۷۵ میلیارډ ډالر ولګول شي او پر مټ به يې د نړۍ له هرې نقطې او ان فضا څخه د توغندیو د توغېدو مخه ونیول شي او په وینا يې چې دغه پلان به په راتلونکو درېیو کالو کې عملي شي.
ایا د واشنګټن دا اقدام به له فضا څخه د سوله ییزې استفادې اصل له خطر سره مخ کړي؟ هغه پوښتنه چې له ډېرو هېوادونو سره مطرح ده.
د ټرمپ دا خبره ځکه د تامل وړ ده چې د نوې ټکنالوژۍ په دې زمانه کې چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ سیالیو زور اخیستی، که امریکا په دومره لوی لګښت د توغندیو ضد سیستم پلان عملي کول غواړي نو دا ویره شته چې نور هېوادونه به هم د ځان د دفاع او له امریکا سره د رقابت له مخې د ورته سیستمونو پر جوړولو لاس پورې کړي چې په دې صورت کې په فضا کې د جنګي اوزارونو او سیالیو د زیاتېدو مرکز وګرځي او بشریت به له یوه نا جبرانېدونکي خطر سره مخ شي.
په فضا کې د نظم او امن د ټینګښت په موخه ملګرو ملتونو یو اصل دا دی چې باید له فضا څخه یوازې سوله ییزه استفاده وشي او فضا دې په هېڅ صورت نه جنګي کېږي.
که د امریکا تاریخي پس منظر ته وګورو نو راته ثابته به شي چې دغه هېواد هر وخت ځان ته لومړیتوب ورکړی او دوی چې په څه کې ګټه وي هماغه کوي، پرته له دې چې د نورو ګټه او زیان په پام کې ونیسي.
خو اوس هغه زمانه نه ده چې په دې نړۍ کې به یوازې امریکا ځانته امتیاز لټوي، بلکې اوس د ټکنالوژۍ زمانه ده او هر هېواد په تېره بیا لوی هېوادونه د امریکا هر اقدام په دقت څاري او که واشنګټن د هرې وسلې جوړولو او ترلاسه کولو هڅې ته به خامخا غبرګون ښيي.
چین یو له هغو هېوادونو دی چې په دې زمانه کې په هره برخه کې د امریکا سیال ګڼل کېږي او د واشنګټن د «طلايي ګنبد» په نوم توغندیو ضد سیستم پرمختیا په اړه يې د ټرمپ پلان د فضا د نظامي کېدو یوه هڅه وبلله او خبرداری يې ورکړ چې دا کار به فضا د جنګي وسیلو د سیالۍ پر ډګر بدله کړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائوننګ د مې په ۲۲مه په یوه خبري کنفرانس کې د «طلايي ګنبد» په نوم د امریکا د توغندیو ضد سیستم د پرمختیا او نامحدودېدو په ځواب کې وویل چې امریکا غواړي دغه سیستم پر یوه نامحدود او پراخ سیستم بدل کړي او تر څنګ يې غواړي چې خپل فضايي وسله تونونه هم پراخ کړي.
دې زیاته کړه چې د امریکا دا اقدام یوه قوي تهاجمي پروژه ده او له فضا څخه د سوله ییزې استفادې اصل تر پښو لاندې کوي.
نوموړې دغه راز ویلي چې دا پروژه د فضايي وسلو مسابقې رامنځته کول او فضا پر یوې جنګي سیمې د بدلېدو خطر زیاتوي او د بین المللي تسلیحاتو کنټرول او امنیت سیستم متزلزل کوي.
نتیجه:
لوموړی خو د امریکا له خوا په دافع هوا سیستم د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو لګښت خپله دا پوښتنه را پيدا کوي چې هغه د چا خبره «تر کاسه لاندې نیم کاسه شته» او په دویم قدم کې دا د بشريت د شتون لپاره ډېره مهمه ده چې فضا باید خوندي او سله ییزه وي او که داسې نه وي نو سبا نور هېوادونه هم ځان ته دا حق محفظ ګڼي چې له ځانه د دفاع په موخه په ورته اقداماتو لاس پورې کړي چې په نتیجه کې به بېلا بېل خطرناک عواقب رامنځته شي.












