دفاع وزارت وايي چې د ۲۱۷مې قول اردو د درېيمې لواء انجينري ټيم له لوري د بغلان اندراب او خاواک کوتل مواصلاتي لارې د جوړولو چارې پای ته ورسېدې. د سالنګ تونل د بیارغونې چارو له پيلېدو راهیسې بدیله لار یې د خاواک کوتل او شېبر لاره ده چې خاواک کوتل لارې د مسافرو لپاره یو شمېر ستونزې جوړې کړې وې. دغه سړک چې د پنجشېر او بغلان ولايت سره يوځای کوي د ۴۰ کيلو مترو په اوږدوالي د ترميم او جوړونې چارې یې چې څه موده مخکې پيل شوې وې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.












