سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in تبصرې
0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون د اورکم اونۍ لومړۍ ورځ وه چې په ټول هېواد کې په ښه ډول تېره شوه. یوازې په ځینو ولایتونو کې د وړو نښتو رپوټونه ورکړل شوي چې په هغو کې هم له نېکه مرغه مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې. دواړه اړخونه په دفاعي حالت کې دي او یو پر بل بریدونه نه کوي. دا ګام د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او له یوې اونۍ د زیات دوام غوښتنه یې کوي.

دوه کاله وړاندې له درې ورځني اوربند وروسته دا لومړی ځل دی چې پر اورکم توافق شوی او ټول اړخونه ژمن دي چې پر توافق به عمل کوي. ټاکل شوې د همدې اونۍ په پای کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. که په دې اونۍ کې د اورکم توافق په ښه ډول عملي شي، نو له شک پرته چې دا به یو بې ساری پرمختګ وي چې ورسره به د سولې هوکړه لیک دا پرمختګ لا زیات مهم او ګټور کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک به له کومې ستونزې پرته لاسلیک شي، خو بین الافغاني خبرو ته لا هم زیاتې اندېښنې شته. دولتي لوری پاشل کېږي، په حکومت کې د ننه او له حکومت څخه د باندې سیاسي اختلافات په بې ساري ډول زیات شوي دي. پرون د ثبات او همپالنې ټیم د سرپل لپاره خپل نوی والي معرفي کړ، د پنجشیر والي اعلان وکړ چې نور د اشرف غني حکم نه مني او د عبدالله ملاتړ کوي. په بغلان کې هم د والي پر سر لانجې وې او ښار نظامي بڼه خپله کړې وه. وېره ده چې په راتلونکو ورځو کې به دا حالت لا زیات ترینګلی شي. که له یوه اړخه اورکم او د سولې په برخه کې خلک پرمختګونو ته خوښ دي، له بله اړخه د ټاکنو د پایلو د اعلان له امله رامنځ ته شوې لانجې خلک اندېښمن کړي دي. دا داسې وخت و چې نه یوازې دا اختلافات باید نه وی، بلکې حکومت له سیاسي ګوندونو او سیاستوالو سره په ګډه یو داسې واحد دریځ خپل کړی وی، چې د سولې له راتلونکو بین الافغاني خبرو او د رښتینې سولې له راتګ سره یې مرسته کړې وی. پکار وه چې د مسخرو او نامشروع ټاکنو پایله په دې وخت کې نه وی اعلان شوې، اوس باید حکومت، سیاسي ګوندونه، سیاستوال، مدني ټولنې او نور فعالین سره ناست وی، د بین الافغاني خبرو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی وی، پر دې یې بحث او خبرې اترې کړې وی چې څه ډول اورکم پر اوربند اړولی او دوام ورکولی شي. دوی باید سره له اوسه پر ټولو هغو ننګونو او ګواښونو بحث کړی وی او حللارې یې ورته موندلې وی چې د بین الافغاني خبرو بریا ننګوي او له ستونزو سره یې مخ کوي.

اوس هم وخت دی؛ پکار ده چې د ټاکنو مسخره لوبه ختمه شي او نور ټول پر واحد دریځ را ټول شي، پر سوله تمرکز وکړي او د افغانستان د بقا او د سولې دا چانس ضایع نه کړي.

Previous Post

د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟

Next Post

افغانستان د سولې او جګړې په وروستي پړاو کې؛ راتلونکې دوې اونۍ ولې مهمې دي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغانستان د سولې او جګړې په وروستي پړاو کې؛ راتلونکې دوې اونۍ ولې مهمې دي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شي جین پینګ مقالې په برازیل کې د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې

د شي جین پینګ مقالې په برازیل کې د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې

نوومبر 19, 2024
د امريکا په پوځ کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي

د امريکا په پوځ کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي

اکتوبر 2, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved