د اکوادور ولسمشر ډانيل نوبوا به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې د اګست له ۱۶مې نېټې تر ۲۳مې نېټې پورې بېجينګ ته رسمي سفر وکړي.
دا به له چين څخه د ولسمشر نوبوا لومړۍ رسمي ليدنه وي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د نوبوا د دغه سفر په اړه ويلي، چې نوموړی به په دغه سفر کې د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره وګوري او په جلا جلا توګه به د دغه هېواد له صدراعظم لي چيانګ او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې له مشر جاو له جي سره ليدنې ولري.
روان کال د چين او اکوادور ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د تينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی.
چين هيله لري، چې د ولسمشر نوبوا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور او دوديزه دوستي لا ټينګه کړي، دوه اړخيزو اړيکو ته به یې نوی پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لازياتې ګټې ورسوي.














