د جګړې ضد فلمونه هميشه زړه راښکونکي وي او ډېری خلک غواړي، چې دغسې فلمونه ننداره کړي.
په روان دوبي کې يوه چیني فلم «يوه موده په منځني ختيځ کې » پراخ بحثونه راپورته کړي او ډېری ليدونکي يې وايي، دغه فلم خلکو ته دا پيغام ورکوي، چې سوله د هر هېواد د وګړيو لپاره خورا ارزښتناکه ده.
د دې فلم اصلي لوبغاړی کوم سرتيری، جاسوس يا سياستوال نه دی، بلکې د چين د شمال ختيځ يو اشپز دی.
هغه په مزدورۍ پسې منځني ختيځ ته ځي، خو ناڅاپي د جګړې په لمبو کې ایسارېږي او ورپسې په جګړې کې د بندو خلکو د ژغورنې هڅې پيلوي.
د لوېديځ د ډېری فلمونو کېسه د اتلانو له لوري د نړۍ په ژغورلو ورټوله وي، خو د دغه فلم «یو وخت په منځني ختیځ کې» کېسه بیا له لوېدیځو فلمونو سره توپير لري او د کوم اتل کېسه پکې نه ده انځور شوې.
په دغه فلم کې دا حقیقت او کېسه وړاندې شوې، چې په جګړه کې د ساده خوړو او ژوندي پاتې کېدو هیله څومره مهمه ده او عادي خلک څنګه په سختيو کې بقا او عزت ساتلی شي.
په دغه فلم کې لوی اصول او نصیحتونه نه دي بیان شوي او لیدونکي یې په طبیعي توګه پوهېدلی شي، چې سوله تر څه مهمه ده او انسانان باید پر یو بل تکيه او اتکا ولري.
دا فلم ښیي، چې څنګه يرغليزه جګړه د عادي خلکو ژوند ویجاړوي او په جګړې کې هر چا ته زیان رسېږي او هیڅوک په امن نه نشي پاتې کېدای.
د انسانانو د ګډ برخليک په اړه د چين مفکوره کوم مجرد سياسي شعار نه دی، بلکې په دې فلم کې يې ډېر ښه انعکاس شوی او هر کس یې محسوسولی شي.
په دغه فلم کې د امنيت، مړښت او يوځایښت پيغام ورکړل شوی، چې دا د انسانانو ګډ ارزښتونه بلل کيږي.
په دغه فلم کې دا جمله ((ښه ډوډۍ وخوره)) ډېره تکرار شوې او دا په عادي ژوند کې د ډېری چینايانو تکيه کلام هم دی.
په چین کې د کورنۍ همغږي تر ډېره د ډوډۍ پر دسترخوان لیدل کېږي. د وطنوالو او ملګرو ترمنځ دوستي معمولاً د ډوډۍ خوړولو پر مهال ټينګېږي او اختلافات يې هم په ورته مهال کې حل کېږي.
چيني انټرنېټ کاروونکي هميشه په ټوکه وایي، “هیڅ داسې ستونزه نشته، چې ډوډۍ یې حل نه کړي. دغه خبره دا باور منعکسوي: د ډوډۍ شریکول د ژوند شریکولو په مانا دی او په ګډه ډوډۍ خوړل یوازې د خوړو عادت نه، بلکې د اړیکو د ټینګولو لاره ده.
هاليووډ فلمونه له تېرو لسيزو راهیسې ډېر مشهور شوي، خو په کېسه کې يې هر وخت امريکايي اتل نړۍ ژغوري، خو حقیقت بیا بل ډول دی.
نړیوالې ټولنې اوس دا درک کړې، چې ایا امریکا په رښتيا هم د سولې ساتونکې او که د شخړو را پاروونکې ده؟
په دغه فلم «يو وخت په منځني ختيځ کې» اتلان پیاوړي پوځیان نه، بلکې يو اشپز او عادي خلک ياد شوي دي.
امریکايي سرتېري د نړۍ ژغورونکي نه دي، بلکې دوی هم د جګړې له امله زیانمن شوي دي.
ډېری کارپوهان وايي، په وروستیو چیني فلمونو کې دا هڅه شوې، چې نړۍ د مساوات او برابرۍ له زاویې څخه انځور کړي او د دې پر ځای، چې په قصدي ډول د لوېدیځ لیدلوري خوښۍ او لېوالتیاوې وساتي، د تمدنونو تنوع او توپیرونو ته یې د چین درناوی او هغه نظر ښيي، چې له مخې يې هر ملت حق لري د خپل پرمختګ لاره پخپله غوره کړي او هر کلتور خپل ارزښت لري.
هيله ده، په راتلونکې کې «ښه ډوډۍ» د ټولو انسانانو د ورځني ژوند ګډ تصوير وګرځي، ځکه همدا رښتينې سوله ده.













