چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اکټوبر اوومه، ۱۹ کاله وروسته امریکا خپله جګړه موږ ته پرېږدي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 7, 2020
in تبصرې
0
د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له نن څخه پوره 19 کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او ۱۹ کاله یې دلته جګړه وکړه. دا برید ظاهراً د سپټمبر د یوولسمې په پلمه شوی و، خو وروسته وروسته ښکارېدله چې امریکا د خپلو سترو موخو لپاره د سپټمبر یوولسمه پلمه کړه او پر افغانستان یې یرغل وکړ. د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې هېڅ افغان ښکېل نه و، خو امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. په هغه پېښه کې شاوخوا درې زره امریکایان ووژل شول، خو امریکا یې غچ زموږ له بې ګناه وګړو واخیست. نولس کاله کېږي چې موږ له امریکايي وحشت سره مخ یو، سلګونه زره افغانان وژل شوي، سلګونه زره نور ټپیان شوي دي او لسګونه زره معیوب شوي دي. امریکا ۱۹کاله خپلې نوې او ممنوعه وسلې پر افغانانو استعمال کړې او ویې ازمویلې. د بمونو مور یې وکاروله، سرتېرو یې د خلکو په وژلو کې نوې تجربې وکړې او پر خلکو یې نښه ویشتل زده کړل. امریکايي وحشیانو ۱۹ کاله د افغانستان په کلي کلي او کور کور کې غم خپور کړ، وحشت یې وکړ او لوټه لوټه او کاڼی کاڼی یې په وینو رنګ کړ.

دا دی ۱۹ کاله وروسته امریکا له طالبان سره د سولې هوکړه کړې، خپل ځواکونه وباسي، خو په افغانستان کې جګړه روانه ده. دا اوس جدي اندېښنه او پوښتنه ده چې امریکا ځي، خو ایا خپله جګړه موږ ته پرېږدي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته امریکايي ځواکونه، امریکايي موخې او امریکایي وګړي په افغانستان کې خوندي شوي، د سرتېرو وتلو ته خوندي لاره برابره شوې او د امریکا په لګښتونو کې میلیاردونه ډالره کمښت راغلی دی، خو د افغانانو وژنه لا هم هغسې روانه ده. امریکايي چارواکي بیا بیا دا خبره کوي چې دوی په افغانستان کې خپله جګړه ختمه کړې ده، د جګړې بار یې له اوږو ښکته کړی او دا د افغانانو مسوولیت دی چې خپله ستونزه پخپله حل کړي. امریکايي چارواکي په دې خبرو سره نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې د افغانستان د جګړې لامل دوی نه وو او نه هم دا جګړه د دوی په ورتګ او تلو پورې تړلې ده، خو امریکا په دغه کار سره نه د جګړې د وحشتونو له مسوولیته ځان خلاصولی شي او نه هم دا رښتیا ده چې امریکا وځي او نور په افغانستان کې ښکېله نه ده. امریکا اوس هم په جګړه کې ښکېله ده او هم د سولې خبرې د دوی د پلان او اجنډا له مخې له ستونزو او خنډونه سره مخ دي او واقعي مدیریت یې د دوی په لاس کې دی.

لا هم معلومه نه ده چې امریکا رښتیا هم جګړه ختموي او که غواړي چې دا جګړه د افغانانو ترمنځ همداسې دوام وکړي، خو دا زموږ افغانانو مسوولیت دی چې خپله جګړه ختمه کړو او پرې نه ږدو چې زموږ دښمنان بریالي شي. اوس وخت دی چې ټول افغانان د سولې لپاره واقعي کار وکړي، خنډونه ختم کړي او په خپله یو بل ته لاسونه ورکړي، څو دا نولس کاله وړاندې د اکټوبر په اوومه پیل شوې امریکايي جګړه ختمه شي او افغانستان ته سوله او ثبات را وګرځي.

Previous Post

سامسُنګ د ګلکسي اېس۲۰ ارزان بیه بڼه معرفي کړه

Next Post

د سهار وختي پاڅېدو اغېز

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د سهار وختي پاڅېدو اغېز

د سهار وختي پاڅېدو اغېز

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ته چمتووالی ښودلی

چین له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ته چمتووالی ښودلی

مارچ 25, 2022
 د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې روانې دي

 د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو چارې روانې دي

نوومبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved