د ایران په سیستان او بلوچستان کې د «حالوش» خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، ۱۷ تنه افغان کډوال، چې یو شمېر یې ماشومان دي، د سراوان د روتک سیمې په «مکسوخته» سیمه کې د تندې له امله مړه شوي دي. د راپور له مخې، د مړو شویو کسانو جسدونه په سراوان کې د سړو خونو د ظرفیت د نشتوالي له امله خاش ښار ته لېږدول شوي دي. په مړو شویو کسانو کې د بغلان ولایت د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور لوڼې یې له ۱۴ تر ۲۲ کلونو عمرونه لري.














