د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره، چې د ماموریت دوره یې پای ته رسېدلې، د مخهښې لیدنه کړې ده. سرچینې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر تاریخي اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې دي. سراجالدین حقاني د افغانستان او چین د اړیکو په پیاوړتیا کې د جاو شېنګ رول مثبت بللی، او د چین سفیر هم د کابل او بېجینګ ترمنځ د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.














